The news is by your side.

طالبانو فاریاب کې خدای ته پر سجده خلک شهیدان کړي

خبریال وېب پاڼه/وسله والو طالبانو وړاندې هم د اسلامیت او مسلمانۍ ټول حدونه مات کړي وو، خو دا ځل یې په دې برخه کې یو نوی افراطیت کړی دی او په فاریاب کې یې خدای ته پر سجده پرېوتي خلک ضربه کړي دي.

د فاریاب ولایتي مسؤلان وایي چې تېر ماښام وسله والو طالبانو د دغه ولایت په مرکز، اوومه ناحیه کې څلور کسان هغه مهال وویشتل چې په لمانځه ولاړ وو.

دا لوموړی ځل نه دی چې وسله وال طالبان د ټولو اسلامي ارکانو خلاف د لمونځ کولو پر مهال افغانان په نښه کوي، بلکې تر دې وړاندې یط په لسګونو جوماتونو کې هم ورته بریدونه کړي دي.

د شنونکو په باور دغه ترهګره ډله وروسته له هغه د ټولو دیني ارزښتونو خلاف ودرېده، کله چې له امریکا سره یې د سولې تړون لاسلیک کړ او د اسلام په نوم باندې د روانې جګړې د تقدس بهانه ورڅخه لېرې شوه. د یادونې وړ ده چې په تېرو څه د پاسه څلورو میاشتو کې طالبانو د تېرو دوو لسیزو په پرتله تر ټولو ستر جنایتونه کړي دي.

له فاریاب څخه خبریال ته رسېدلي معلومات ښیي وسله والو طالبانو هغه مهال څلور لمونځ کوونکي په نښه کړل چې دوی د ماښام په لمانځه ولاړ وو.

ویل کېږي په دغه چیریکي برید کې څلور کسان شهیدان شوي دي. په یادو شویو شهیدانو کې دری یې د یوې کورنۍ غړي دي. سرچینه زیاتوي چې په پېښه کې پینځه نور کسان ټپیان شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ وسله والو طالبانو په یوه بیان کې د حکومت او نورو نړیوالو سازمانونو لخوا د تاوریخوالي د کمولو وړاندیز هم غیر منطقي بللی ؤ.

طالبان د پاکستان د څارګرې ادارې له لک ملاتړ څخه برخمن دي چې د هېواد په ډېری سیمو کې د طالب په جامو کې فعالیت هم ورسره کوي.

یوه اونۍ وړاندې خبریال ته د طالبانو له لیکو څخه را رسېدلو معلوماتو کې راغلي وو چې آی اېس آی کوېټې ته طالبان د دې لپاره ور بولي چې په خپل دام کې یې واچوي او هغه څه کولو ته یې چمتو کړي چې دوی یې غواړي.

په فاریاب کې خلک وایي چې د وسله والو طالبانو لخوا دا لومړنی ځل نه دی چې پر لمونځ کوونکو باندې ډزې کوي او خلک شهیدانوي، دوی وایي چې تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.