The news is by your side.

کرکټ بورډ کې بدلونونو فساد نور هم زیات کړ

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان په کرکټ بورډ کې د فساد خبرې نوې نه دي کلونه کیږي کرکټ پوهان ، لوبغاړي یې په اړه چیغې وهي خو دمخنیوي لپاره يې هیڅ اقدام نه کیږي.

خو په کرکټ بورډ اداره د فساد له امله رامنځته شویو ناندریو هم یو څه ګټه کړې هغه ځکه شته فساد هغه کسان عامو خلکو ته پيژني چې په فساد ښکیل دي.

تازه  د افغانستان کرکټ بورډ هستي ګل عابد د فساد په تور له دندې ګوښه کړی دی.

د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، نوموړی په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د غازي امان الله خان په لېسټ ای سیالیو کې د جعلي لاسلیکونو، له لوبغاړو د مالیې ګرځولو او نورو سرغړونو له امله له دندې ګوښه شوی دی.

عابد د کرکټ د ملي لوبډلې د روزونکي او د کورني کرکټ د مسول په توګه پاتې شوی او په دې اداره کې یې په ګڼو برخو کې نورې دندې هم ترسره کړې دي.

د سرچینې په خبره د هستې ګل عابد د ګوښه کیدو پرېکړه د بشري سرچینو د ادارې د اصولو له مخې شوې ده.

خو بل لورته هستي ګل عابد پرده لګول شوي تورونه ردوي.

عابد وایي کرکټ بورډ کې اداره کې ګڼې ستونزې شتون لري او له همدې امله له ستونزو سره مخه ده.

د افغانستان پر کرکټ بورډ له ډیرې مودې راهیسې د فساد تورونه پورې کیږي خو تر اوسه یادې ادارې هم په پوره توګه د شوو ادعاوو په اړه وضاحت نه دی ورکړی.

د کرکټ شنونکي بیا د کرکټ بورډ اداره کې د فساد خبره یادوي او وایي له همدې امله ډیری سرغړونې په کې صورت نیسي.

څه موده وړاندې د افغانستان دکرکټ د ملي لوبډلې پر تیز توپ اچوونکي دولت ځدران هم د ډسپلین د نه مراعت له امله بندیز لګیدلی دی.

د کرکټ د چارو شنونکي په کرکټ بورډ کې لوړ رتبه چارواکي مفسد بولي او وایي، همدا لامل چې افغان کرکټ ملي لوبډله په دې وروستیو کې ښې لاسته راوړنې نه لري.

دوی وايی، ډير کله په کرکټ بورډ کې فساد د ځوانو لوبغاړو استعداد وژني او د پرمختګ مخه یې نیسي.

شنونکي وایي ډيری داسې ځوان لوبغاړي شته چې د ملي لوبډلې وړتیا لري خو په بورډ کې فساد مخه نیسي او هغه کسان یې پرځای لوبیږي چې اړیکې او یا هم پيسې لري.

که افغان کرکټ کې روانې ناندرۍ دوام ولري او په یاد بورډ کې شته فساد ته د پای ټکې کینښودل شي ویره شته چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د مخکې تګ نه وروسته تګ ژر وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.