The news is by your side.

دوه تابعیته ! دملالۍ شینوارې لیکنه

خبریال وېب پاڼهدفتر ته مې یوه ښځه او نارینه را ننوتل؛ دواړه په عمر پاخه ‌‌‌‌‌‌خو ښکلې جوړه وه.

تر ناستې وروسته يې را ته په غرېو نيولي غږ وویل چې موږ دواړه خواشيني يوو تر دې چې قونسلګرۍ ته د خپل راتګ په اړه ويل راته ګران دي. په هره توګه؛ موږ ته يوه لاره راوښيه چې څه وکړو؟

لومړی مې فکر وکړ چې دا ښکلې جوړه له یو بله بېلېږي او طلاق اخلي. بيا مې له ځانه سره وويل چې نو ما ته ولي راغلي دي؟!

زه هغه مهال په نيويارک کې په افغان قونسلګرۍ کې د جنرال قونسل مرستياله يا لومړۍ سکرټره وم او د افغانانو حقوقي چارې په ما پورې اړوندي وې.

سړي خپلي مېرمنې ته وکتل؛ په مايوسۍ او زړه نازړه يې وویل چې غواړو له خپل افغاني هويته تېر شو؛ ما ورته وویل چې سمه ده زه به فورمونه در کړم ډک يې کړئ او وروسته یې زه کابل ته د رسمي بهير د بشړتيا په نمت لېږم او هرکله چې مو فورمونه راغلل تاسو ته به خبر در کړل شي.

فورمونه مې ور کړل د فورم په يوه برخه کې داسې راغلي «زه له هر ډول جبر او اکراه پرته له خپل تابعيته لاس په سر کېږم».

مېړه او مېرمنې دا خبره ټينګه نيولې وه ېي موږ دا خبره نه شو ليکلی، موږ داسي نه شو ويلی چې موږ په خپله خوښه دا کار کوو. موږ اړ ايستل شوي یوو چې تر خپل تابعيت تېر شو.

ما ورته وویل چې که تاسو داسې و نه ليکئ موږ مو پروسه پر مخ نه شو وړلی زما تر ټينګار وروسته هم دواړو  غبرګي پښې په يوه موزه کي دننه کړې وې او د خپلي مجبورۍ ډنډورې يې غږولې.

پوښتنه مې ترې وکړه څوک مو اړباسي چې تر خپل تابعيت تېر شئ؟

ښځې را ته وویل زوی مو غواړي د FBI (فيډرال پوليسو) په اداره کي دنده واخلي او شرط يې دا دی چې موږ بايد له افغاني تابعيت لاس پر سر شو.

وروسته مې بيا پوښتنه ور څخه وکړه چې زوی مو ارومرو کومې لويې څوکۍ ته ځان نوماند کړی دی؟

ښځې را ته وویل؛ نه، نه. بس غواړي عادي پوليس شي.

يوه ګړۍ سوچ يوړم؛ له ځان سره مي وویل چې امريکا ځکه يو پياوړی او پرمختللی هيواد دی چې حتی يوه وړه څوکۍ هم هغه چا ته نه ور کوي چې ان مور و پلار يې دوه تابعيته ولري.

خدای دي مل شي د وطن او د ملګرو

لیکواله : ملالۍشینوارې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.