افتخاري مارشال طالبانو ته ګواښ کړی

خبریال وېب پاڼه / د ولسمشرپخواني مرستیال او افتخاري مارشال عبدالرشید دوستم افغانستان کې د جګړې پر دوام سخت غبرګون ښودلی دی.

عبدالرشید دوستم  په هیواد کې یې د سولې روان بهیرهم د پوښتنې وړ بللی دی.

افتخاري مارشال عبدالرشید دوستم تیره شپه په جوزجان کې یوې غونډې ته د خبرو پرمهال ویلي په ټینګار سره وویل،  دا څنګه سوله ده، چې طالبان له یوې خوا سوله کوي او له بلې خوا یې د جګړې لمن پراخه کړې ده او ورځ تربلې مرګ ژوبله ډیریږي.

عبدالرشید دوستم له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې له جګړې لاس واخلي او تاوتریخوالی راکم کړي.

هغه زیاته یې کړه که وسله وال طالبان داسې ونه کړي نو تر واک لاندې خاوره او ترلاسه کړی باوربه هم به یې تر پخوا هم ډیر زیان وویني.

دوستم وسله والو طالبانو ته ګواښ وکړ که جګړې ته همداسې دوام ورکړي نود وطن پالونکي به یې پر وړاندې میدان ته شي او دوی به د افغانستان له جغرافیې وباسي.

افتخاري مارشال عبدالرشید دوستم داسې مهال وسله والو طالبانوته ګواښ کوي، چې ټاکل شوې نن د جوزجان په مرکز شبرغان کې د یو لړځانګړي مراسمو پرمهال هغه ته د مارشالۍ افتخاري رتبه ورکړل شي.

په دې پروګرام کې له مرکز نه هم لوړپوړي چارواکي ګډون کوي.

دوستم ته دمارشالۍ د افتخاري رتبې د ورکړې لپاره له څو ورځو راهیسې شبرغان کې میلې او جشنونه روان دي.

تیره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې په یوې خپرې شوې ویډیو کې چې د دوستم د مارشالۍ د رتبې په خوښۍ کې جوړ شوی ګڼو نجونو نڅا کوله .

دوستم ته د مارشالۍ د رتبې په ورکړې ګڼ خلک هم غوصه دي او وایي حکومت دې د مارشالۍ د رتبې سپکاوی نه کوي.

د نظامي چارو پوهان وایي دا رتبه هغه چاته باید ورکړل شي چې دهیواد لپاره لویه لاسته راوړنه ولري نه دا چې د واک ساتلو لپاره په ویش کې رتبې وویشل شي.

دوستم ته د مارشالۍ د رتبې د ورکړې خبره د عبدالله عبدالله او اشرف غني ترمنځ د شوې هوکړې یوه برخه ده.

په هغه هوکړه کې چې دواړو په خپلو منځونو کې حکومت وویشه او خلکو په باور چې د دوی پر سپيلڅلو رایو ملنډې ووهل شوې.

بل وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی خو تیره ورځ یې په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې دوی سولې ته ژمن دي خو مقابل لوری باید په هوکړې عمل وکړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More