The news is by your side.

بلوڅ آزادي غوښتونکو دری پاکستاني پوځیان هلاک کړي

خبریال وېب پاڼه/د راپورونو له مخې د بلوچستان په پنجګورو ولسوالۍ کې د دغه سیمې آزادي غوښتونکو پر پاکستاني پوځیانو برید کړی او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې په بلوچیستان کې پر پاکستاني پوځیانو د دغه سیمې د آزادي غوښتونکو ډلې لخوا برید شوی چې په ترڅ کې یې دری پاکستاني پوځیان هلاک کړي او ځینې نور یې مرګوني ټپیان کړي هم دي.

ویل کېږي پېښه هغه مهال را منځته شوه چې پاکستاني پوځیانو غوښتل په دغه ولسوالۍ کې ګزمه وکړي، چې د بلوڅ آزادي غوښتونکو له مقاومت سره مخ شول او د سر په زیان یې ورته تمامه شوه.

په دې وروستیو کې بلوڅ آزادي غوښتونکو د پاکستاني پوځیانو پر وړاندې خونړي بریدونه زیات کړي دي او وخت ناوخت یې په چیریکي بریدونو کې هلاک کوي.

دوې ورځې وړاندې هم په وزیریستان کې پاکستاني پوځیان له ورته کمین سره مخ شوي وو چې هلته هم دوه پوځیان هلاک شوي او څو نور یې ټپیان وو.

پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ اصلي ملاتړی او روزنکی هېواد دی چې وخت ناوخت خپله هم د دغې چټلۍ په دام کې لوېږي او لسګونه پوځیان یې پرې له هلاکت سره مخ کېږي.

په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا، وزیریستان او بلوچستان کې د پاکستاني پوځیانو پر وړاندې بریدونه زیات شوي دي او ډېری وخت ورته د سر زیان اړوي.

د یادون وړ ده چې د پاکستان څارګره اداره د ډیورنډ تپل شوې کرښې په اوږدو کې ترهګر روزي او بیا یې افغانستان او سیمې ته د ترهګرو فعالیتونو لپاره استوي.

په سیمه کې پښتانه او نور قومونه هم تل د پاکستان له دغو شومو هدفونو څخه پرده پورته کوي ډېری وخت لاریونونه هم پرې کوي خو پاکستاني ریاست د دوی پر وړاندې هم ترهګریز دریځ مخته بیایي او حق غوښتونکي ترور کوي.

ویل کېږي په دغه برید کې د دریو پوځیانو ه هلاکت سربېره ۸ نور سخت ټپیان شوي هم دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance