The news is by your side.

د هند مرسته شوي غنم له هلمند پاکستان ته قاچاق کیږي

خبریال وېب پاڼه/ له افغانستان سره د دوست هېواد هندوستان له لوري مرسته شوي غنم له هلمند ولایت نه پاکستان ته روان دي.

دا غنم په رڼا ورځ د هلمند ولایت له لسګونو امنیتي پوستو تیریږي او پر ډیورنډ پولي ور اوړي.

رسنۍ چې د هلمند ولایتي چارواکو سره په دې تړاو اړیکه نیسي، چارواکي وایي چې د غنمو د قاچاق د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي او یو پروګرام ورته جوړوي، څو د هلمند د خلکو حق پاکستان ته له قاچاق کېدو را وګرځوي.

خو دا چې د دوی تر مخه له امنیتي پوستو غنم پاکستان ته قاچاق کیږي څوک یې اړوي، د چا لاس په کې دی او حکومت یې ولې پر وړاندې جدي اقدام نه کوي؟

دا غنم د هلمند د بې وزلو، ناچارو او جګړه ځپلو سیمو څخه بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته شوي، چې پر دې کورنیو پرته له وېشلو پاکستان ته قاچاق کیږي.

هلمند کې یو شمېر سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط خبریال وېب پاڼې ته ویلي، چې دا غنم د والي، د والي معاون او د ولایتي شورا د وکیلانو تر منځ وېشل شوي، دوی پرې ښه ماړه شوي او پاتې غنم اوس دوی پاکستان ته قاچاق کوي.

له سرچینو خبریال وېب پاڼې ته ورکول شوي معلومات ښیي، چې د هلمند د ولایتي شورا یوازې یو وکیل د دې غنمو څخه د ٣٠٠ مستحقو کورنیو برخه اخیستې.

یوازې یو وکیل چې د دومره کورنیو حق اخیستی، ولایتي چارواکو او د ولایتي شورا نورو غړو به له دې غنمو د څومره مستحقو کورنیو حق په ډېره سپین سترګۍ اخیستی وي؟

د هلمند اوسېدونکی سلطان محمد خبریال وېب پاڼې ته وویل، چې مرستې ته سخت ضرورت لري خو چا مرسته نه ده کړې.

د دیشو ولسوالۍ سید رحمان او حاجي عطا ګل وايي، چې هره ورځ د مرستو په غنمو بار لارۍ تر ډیورنډ اوړي او دوی د خوراک لپاره حتی اوړه نه لري.

بي بي حاجاڼۍ بیا یوه کونډه مور ده، خبریال وېب پاڼې ته یې په ژړا کې وویل چې واړه یتیمان لري خو اوس له لوږې مري، هغه وايي که مرکزي حکومت دې غلا کې شامل نه دی نو ولې یې مخه نه نیسي؟.

کونډه د هلمند والي او ولایتي چارواکي تورنوي چې غنم یې پر پاکستان خرڅ کړي دي دی.

هلمند چې د افغانستان د لسیزو جګړې تر ټولو ډېر ځپل شوی ولایت دی، خلک یې له داسې سختو حالاتو سره ژوند کوي چې د سبا بېګا لپاره یو مړۍ ډوډۍ نه لري او تر بل هر وخت بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

دښمن هېواد پاکستان ته د هند مرسته شوي غنم په داسې وخت کې قاچاق کیږي چې تر بل هر وخت افغانستان له سخت اقتصادي حالت سره لاس او ګریوان دی.

پاکستان له څو میاشتو را هیسې د غنمو له کمښت سره مخ دی، سږ کال د پاکستان د غنمو پر فصلونو ملخان را نازل شوي وو، چې ټول فصلونه یې تباه شول او اوس دا هېواد د نړیوالو خیرات ته ناست دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.