The news is by your side.

ټرمپ د واک له پيله تراوسه د دروغو ستر رېکارډ جوړ کړ

خبریال وېب پاڼه/ د امریکا متحده ایالت یو شمیر رسنۍ وایي ،چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واک له پيله تردې دمه څه باندې ۲۰ زره کرته دروغ ویلي او تېراېستونکې ژمنې یې کړې دي.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واک له پيله تر دې دمه دا دروغ د نړیوالو او کورنیو مهمو مسایلو په اړه ویلې دي او د دروغو ژمنې یې کړې دي.

امریکایي رسنۍ وایي ټرمپ یواځې د کورونا ویروس د پراختیا اړوند ۱۲۰۰ ځلې دروغ ویلي او دروغي ژمنې یې کړې دي.

سرچینې زیاتوي، چې دې سره ټرمپ په اوسط ډول هره ورځ کې ۲۷ ځله د امریکا او نړۍ د مسایلو په اړه دروغ ویلي.

رسنۍ وایي هغه د خپل واک په لومړیو سلو ورځو کې د مهمو مسایلو په تړاو د خلکو د تېر ایستلو او غولونې لپاره ۴۹۲ ځلې دروغ ویلي او خلک یې غولولي دي.

امریکایي رسنۍ وایي هغه د واک په لومړیو ورځو کې په اوسط ډول هره ورځ نږدې پنځه دروغي ژمنې کړې دي.

ټرمپ په نړۍ کې هغه ولسمشر ګڼل کېږي، چې د حقایقو له ارزولو پرته له خپلې کوټې د مهمو مسایلو په اړه له خپله ځان ټوېټ پیغامونه خپروي.

امریکایي شنونکي بیا ولسمشر ټرمپ امریکا متحده ایالت لپاره درد سر بولي.

دوی وایي ټرمپ په ټوله کې د امریکا متحده ایالت ته د ګټې پر ځای زیانونه ډیر اړولې دي او امریکا یې له ټولې نړۍ سره لاس او ګریوال کړی دی.

د ولسمشر ټرمپ او په امریکا متحده ایالت کې د میشتو قومونو مشرانو او سیاستو ترمنځ وخت ناوخته ناندرۍ روانې وي او پر یو بل سخت تورونه لګوي.

امریکایي عام خلک هم ډیری د ټرمپ له پریکړو نا خوښي دي او وايي ډیری وخت یې د دوی پر زیان پریکړې کړې دي او د بل هيچا نه اوري.

ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه هم له دې وړاندې دروغي ژمنې کړې دي او وروسته یې عملې کړې نه دي.

یو شمیر د نظر خاوندان بیا د ټرمپ ولسمشرۍ ناکامه ځکه بولي چې د دوی په خبره پریکړې یې له احساساتو ډکې وې او امریکایي له نړۍ سره په جګړه کړه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance