The news is by your side.

د جګړې د شدت ښکاره پلان خو حکومت لاهم ړوند دی!

خبریال وېب پاڼه/ جنګ، جنایت، وژنې، ترور، او نظام ننګونه په طول د افغانستان پۀ تاریخ کې هغه واضح او معلوم څپرکي دي، چې دوست، دوښمن، ملاتړي او تربیه کوونکي یې نۀ یواځې افغانستان، بلکې ټولې نړۍ ته پۀ څرګند ډول مالوم دي.

د دې خونکارو پدیدو لیک او انځورګري یې کړې او لا هم رنګونه او کاغذ پۀ لاس د نوې لوبې د پیل کېدو تابیه لري.

سوله هغه کلیشه یي او بې باوره کلمه زمونږ د ملت پر وړاندې بلل شوې چې د راتګ په پلمه یې داسې ځوانانو ځانونه قرباني کړل چې د غیرت، جذبې، وطنپالنې، احساس پالنې او ملت جوړونې رېښتني خادمان او ساتونکي بلل کېدل.

د دغې سولې پۀ ارمان مو مېندې په سرو سترګو وژړېدې، خویندې مو کونډې او بې وروره شوې، خو لا هم د سولې د راتګ په نوم تمثیلي څرک نه دی روښانه شوی او زمونږ د مظلوم ملت پر احساساتو لا هم ملنډې وهل کېږي.

د طالب مشرانو او آمریکا تر منځ د شوي هوکړه لیک هغه باطنیت لا تر اوسه د ملت له سترکو پټ ساتل شوی چې د سولې په نوم زمونږ پر خاوره او سرونو لویه اقتصادي پروژه پلي کېږي، خو له بده مرغه چې مونږ جنګ ځپلی ملت لا هم مرورې سولې ته سترګې پۀ لار او راتلو ته یې بې صبرانه پۀ تمه یو.

د قطر پۀ کوربه توب به د هغې درواغجنې سولې په راتګ څۀ باور وشي چې اصلي لوبغاړي یې هېر او د ګاونډیو هېوادونو تابعت لرونکي تش په نوم مشران ورته وربلل شوي دي. افغان ملت په یاده پروسه کې نا خبره او پر نوم یې لویه لوبه د جنګسلارانو او د وخت د دوکه باز قوت سره پر مخ وړل کېږي.

پۀ دغه هوکړه لیک کې پر افغانستان د نوې پیلېدونکې جګړې د څپرکي د لا پیاوړتیا د یوۀ اړخ یعنې د طالب بندیانو له بنده خوشې کېدل دي چې مشخص جګړه پاله افراد یې په لېسټ کې ورته ښودلي، تر څو هغوی له بنده آزاد او د دوی لیکو ته بیا ځلي را وګرځي.

جنایي ارواه پوهان د بندیانو او مجرمینو لپاره وړ او مناسبې لارې چارې پۀ ګوته کړي چې څنګه پرې مجرم د بیا ځلي جرم او جنایت څخه راګرځوي او بیا ځلي خپل لوري ته میلان پیدا نۀ کړي.

له بده مرغه مونږ پۀ هغه معیار بندخونې نۀ لرو چې طالب نیول شوي بنديانو ته دې په داسې معیار عامه پوهاوی ورکړل شي چې د ستونزو پۀ حل او د جګړې له لیکو یې د مخنیوي اهمه وسیله وګرځول شي. همدارنګه نیول شوي بندیان افغان طالبان نۀ دي چې پۀ لېسټ کې یې ځای ورکړل شوی، بلکې په دې کې د ایران، پاکستان، عربو او افغان طالبانو مختلط لېسټ ورکړل شوی چې مهم افراد یې له بند خونو پرې را خوشې کېږي.

بلخوا افغان حکومت دومره ړوند شوی چې پۀ دې نۀ پوهېږي، د دغه خوشې شوي طالب بندیانو تضمین بۀ څوک ورکوي چې دوی به بیا ځلې جنګي لیکو تۀ نۀ ستنېږي، ځینې سرچینې وایي چې له بنده اکثریت ازاد شوي طالب بندیان بېرته جنګي لیکو ته ګرځېدلي او بیا یې د افغان ځواکونو خلاف ټوپک پر اوږه کړی، تر څو خپل غچ له دوی واخلي.

همدارنګه آمریکا مستقیماً اعلان کوي چې ستاسې ( طالبانو) خپل کار دی چې له افغان حکومت سره سوله کوئ او کۀ نا، زمونږ خپل مشکل له تاسې سره ؤ چې پرې توافق ته رسېدلي یو، نو کۀ ددغه پنځه زره طالب بندیانو له خوشې کېدو وروسته مخالف جهت ووایي چې مونږ افغان حکومت سره بین الافغاني مذاکراتو ته حاضر نۀ یو نو بیا یې لۀ چا پوښتي؟ حالاً کې چې منځګړي یعنې امریکا ورته ویلي چې له افغان حکومت سره مو مذاکرات خپل کار دی.

دغه حالت ممکن ځکه دی چې طالب افغان دولت ته د دولت پۀ سترګه نۀ، بلکې د یوې مؤقتې ادارې پۀ نوم یې بلي.

که طالب بندیان له بنده خوشې، کوم خطرونه ترې راولاړېدی شي؟

۱: د مخالف ځواک پیاوړتیا به بیا ځلي قوت ومومي

۲: د جګړې د نوي څپرکي عملي کوونکي اړخونه به خپل کارونه په پوره قوت او ځواک پر مخ یوسي.

۳: د افغان ځواکونو خلاف د تحاجمي بریدونو بیا ځلي پیل کېدل

۴: د طالبانو د ځواکمن ښودلو لپاره د خوشې شویو بندیانو پۀ مرسته د مهمو ولایتونو او ولسوالیو سقوط

۵: پۀ جګړه کې د وژل شویو طالب جنګیالیو د تشې ډکول

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.