تېرو ۱۳ ورځو کې له ۶ ملیارده زیات عواید ټول شوي

خبریال وېب پاڼه/د مالیې وزارت په خپل وروستي بیان کې وایي، سره له دې چې کرونا د هېواد ملي ملي عواید تر بل هر وخت زیات اغېزمن کړي، په تېرو څه کم دوو اونیو کې یې له ۶ ملیارده افغانیو زیات عواید درلودل.

د مالیې وزارت وایي، سره له دې چې کرونا د هېواد ملي ملي عواید تر بل هر وخت زیات اغېزمن کړي، په تېرو څه کم ۱۳ ورځو کې یې له ۶ ملیارده او ۲۴۱ ملیونه عواید درلودل.

په ورته وخت کې نړیوال بانک یوه راپور کې راغلي دي چې په افغانستان کې مالي فساد د دغه هېواد عواید ۳۰ سلنه کم کړي دي، خو د مالیې وزارت بیا وایي چې دوی په مالیاتي سیستم کې د شفافیت او د فساد له منځه وړلو وته کلکه اراده لري تر څو په وینا یې په فساد ککړې کړۍ له سیستم وباسي.

دغه راز د نړیوال بانک په راپور کې راغلي چې د عوایدو د کموالي له وجې د کورنیو اړتیاوې نه پوره کېږي او دغه کال په هېواد کې د بېوزلۍ په کرښې اوه میلیونه نور کسان زیات شوي دي.

خو د مالیې وزارت د نړیوال بانک هغه شپږ میاشتني راپور ته چې په افغانستان کې یې د فساد له وجې د ناسم اقتصادي حالت په اړه معلومات خپاره کړي، ویلي چې د عوایدو کموالي لوی لامل کرونا وه.

د دغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وایي چې د عوایدو د کموالي عمده دلیل کرونا وه چې سرحدونه تړل شوي وو او اقتصادي فعالیتونه کم وو.

د نوموړي په وینا، حکومت په ګمرکونو کې د فساد مخنیوي لپاره د عوایدو را ټولونې سیستم ډیجیټلي کړی او دغه راز نور اړین اقدامات یې کړي، خو دا چې کرونا ټوله نړۍ ځپلې نو افغانستان یې هم لوی قرباني و.

دوی زیاتوي، چې د روان مالي کال د سرطان تر۲۰مې نېټې پورې په ټول افغانستان کې ۸۶ میلیارده  او ۳۷۷ میلیونه افغانۍ راټول شوي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ۳۲۹ میلیونه یې له مستوفیتونو، ۲ میلیارده ۱۹ میلیونه یې له مالیاتي عوایدو، ۸۶۵ میلیونه یې له غیرمالیاتي عوایدو او ۳ میلیارده ۲۷ میلیونه د هیواد له ګمرکونو څخه تر لاسه شوي دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More