مارشالي او بې وزله سرتېري!

خبریال وېب پاڼه/ د دې خوږ وطن او عظيم ملت د ساتنې ګمنامه سپاهيان چې په سختو حالاتو کې د دښمن پر وړاندې سينې سپر کړي د ډېرې مينې او قدرانۍ وړ دي.

که دوى نه وي موږ هېڅ نه يو ځکه د ارام ساه به وانه خلو خو د دې باوجود هم لکه څنګه چې په کار ده نه ښه ژوند لري او نه هم ورته پام شوى!

دوى د ديارلس څوارلس زره افغانيو لپاره ککرۍ نه نذرانه کوي بلکې يوه بله ليونۍ مينه يې زړه کې ده چې د مور وطن ساتنه په ځان فرض ګڼي.

خو هغه څوک چې نه يې خدمت معلوم دى او نه يې وړ پرون ورته د مارشالۍ رتبه په لويو مراسمو کې په اوږه وټومبل شوه.

اخر د دومره زياتو امتيازاتو په اخيستو دا ښاغلي له ولس د کوم احسان پور اخلي؟

بې له نظام ژوند نه کېږي موږ يې مخالف نه يو د موافقو په لومړي قطار کې هر وخت ولاړ يو خو دا هم د منلو نه ده چې د امتيازاتو په وېش کې د خوار ولس او اتل سرتېري ونډه نه وي او يا دومره کم رنګه چې حساب پرې نه شي کېدى.

نن زما په وطن د پاکستان د نظامیانو له لوري ړندۍ مرمۍ را درومي؛ خو زما د خاورې عسکر په تش لاس د دښمن ځواب وايي.

په حکومت غږ کوم چې داسې خپل سري بریدونه او زما ولس بر ناحقه وژلو انتقام دې واخلي.

زما خړ سرتېریه!

مونږ درسره هر سخته کې ولاړ یو مخ په وړاندې ځه!

 

جاوېد صافی

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More