ټوېټر کې د امریکا د مشهورو کسانو لپاره بده ورځ
خبریال وېب پاڼه/ د ټوېټر په خواله رسنۍ کې د امریکا د پخواني ولسمشر، د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند جوبایډن، جېف بېزوس، بېل ګېټس، ایلان ماسک، کانیه وېسټ او یو شمېر نورو مشهورو امریکایي څېرو د ټوېټر حسابونه هېک شوي دي.
د ټوېټر مشر مؤسس جېک ډورسي وایي، دا د ټوېټر لپاره خورا بده ورځ ده، چې موږ پرې ډېر خواشیني یوو.
له دې هېک شویو حسابونو د پیسو په تړاو ټویټونه خپاره شوي، چې په کې د بېټ کوېټ حساب ته د پیسو د لېږلو او بېرته د دوه چنده پیسو تر لاسه کولو ژمنه کیږي.
داسې ویل کیږي چې د هېک شویو حسابونو څخه په خپاره شویو ټویټونو په سلګونه کسان تېروتي او د بیټ کویټ حساب ته په لکونه ډالر لېږل شوي.
د ټوېټر مشر جېک ډورسي په ټوېټر په خپور کړيیو پیغام کې ویلي، موږ څېړنې کوو، چې درک پیدا کړو، هر هغه څه چې رښتیا وو او څه پېښ شوي وو له شریک به یې کړو.
دا په نړیواله کچه په خواله رسنیو کې تر ټولو بد هېک بلل شوی او هم د ټوېټر خواله رسنۍ لپاره یوه نوې لویه او جدي مسله ده.
د ټوېټر خواله رسنۍ په نړۍ کې د مشهورو او پېژندل شویو څېرو، سیاسیونو، میلیاردرانو، ټکنالوجېسټانو، ژورنالېستانو، سندرغاړو، فلمي لوبغاړو او ورته د نورو وتلو څېرو حسابونه تأییدوي، چې په دې توګه د هغوی اصلي حسابونه د فېک له حسابونو سره توپیرېدلی شي او په څنګ کې یې د ټېک اسماني رنګه نښه ورکوي.
د ټوېټر خواله رسنۍ له فېس بوک وروسته په ٢٠٠٦ زېږدیز کال کې رامنځته شوه، اوس مهال یو مشهوره خواله رسنۍ ده، چې د نړۍ مشهورې او وتلې څېرې پرې د بلې هرې خواله رسنۍ په پرتله په ټوېټر فعالیت کوي، ټوېټر په هر میاشت کې نږدې ٣١٠ میلیون فعال کارکوونکي لري.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.