The news is by your side.

ننګرهار کې د بېلابېلو جرمونو په تور ١٢ ته نیول شوي

خبریال وېب پاڼه/ په ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت ځواکونو د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۲ کسان نیولي دي.

په ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو په مرکز جلال اباد ښار، خوږیاڼو او شینوارو ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال د یو سر ګروپ په ګډون اته وسله وال طالبان، یو تن انسان تښتوونکی، یو تن د پیسو اخیستو په موخه د خلکو ګواښوونکی او یو غل نیولي دي.

نیول شوي کسان د چنګاښ په ۲۶مه د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال رسنیو ته وښودل شول چې د ننګرهار د سرپرست والي او ملي امنیت ریاست مرستیال هم شتون درلود.

د ننګرهار ولایت سرپرست والي تمیم عارف مومند وویل، د ملي امنیت ځواکونو په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د یو سر ګروپ په ګډون د وسله والو طالبانو هغه اته کسیز ګروپ ونیولو چې د نورو تخریبي کړنو ترڅنګ یې شپږ تنه په کې هغه مخالفین هم شاملوو، چې په وروستیو کې په سرحدي پوستو حملې ترسره کړې وې.

نوموړي زیاته کړه، همدا راز یو د اسحاق الله په نوم یو تن انسان تښوونکی او د نصیر احمد په نوم یو بل غل چې څه موده وړاندې له بند څخه ازاد شوی وو، یو ځل بیا با الفعل نیول شوی دی.

هغه وایي، ملي امنیت همدا راز په شینوارو ولسوالۍ کې یوه ډیپو هم کشف کړې چې په کې مهمات او چاودیدونکې توکې تر لاسه شوي دي.

د ښاغلي مومند په وینا له نیول شویو کسانو څخه دوه میله کلاشینکوف، یو میل بې غږه او دوه ټي ټی تفنګچې، چاودیدونکي توکي، نظامي لباسونه او یو شمېر نور توکي تر لاسه شوي او نیول شویو کسانو هم په خپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی.

د نیول شویو طالبانو سرګروپ وسیع الله اعتراف وکړ چې ملګرو یې د بمونو په اېښودلو، دولتي پوستو باندې بریدونو او نورو ترهګریزو کړنو کې لاس درلود.

نوموړي په خپلو کړنو پښیماني وښوده او په نورو یې هم غږ وکړ چې له تروریستي او تخریبي کړنو څخه دې لاس واخلي.

د ملي امنیت له لوري هر ځل د مجرمینو په نیول کېدو سره مجرمین په خپلو کړنو له اعتراف وروسته پښېماني ښیي، خو یو شمېر د بند مودې له تېرولو او له ازادېدو وروسته بیا هم ورته کړنو ته بېرته ور ګرځي، دا هغه د ترهګریزو بریدونو ترسره کوونکي مجرمین دي، چې له ډیورنډ پولې هغې غاړې پاکستان کې روزل کیږي او افغانستان ته د تخریبي او ترهګریزو کړنو د ترسره کولو لپاره را لېږل کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.