The news is by your side.

د سولې ګرم بازار، ۱۲ هېوادونه د مذاکراتو کوربتوب غواړي

خبریال وېب پاڼه/د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره شېبې ورځ تر بلې را لنډېږي. اوس د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ګڼو هېوادونو د مخامخ خبرو لپاره د کوربتوب وړاندیونه کړي دي.

د سولې خبرو په ګرمېدو سره اوس د نړۍ په کچه ۱۲ هېوادونو وړاندیز کړی چې بین الافغاني مذاکرات دې د دوی په کوربتوب ترسره شي.

حکومت وايي، ګڼو هېوادونو له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د سولې کوربه توب ته چمتووالی ښودلی دې.

د بهرنيو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر وايي، د ۱۰ سيمه ييزو او ۲ اروپايي هېوادونو په ګډون ۱۲ هېوادونو تر اوسه د بين الافغاني مذاکراتو کوربه توب ته تياری ښودلی او د هغوی همدې ښه نيت ته په کتو افغان حکومت غواړي ټول اړخونه او لوري د سولې بهير کې شامل کړي.

حکومت د دغو هېوادونو د ښه نيت هرکلی کړی، خو په وينا يې مذاکرات به په مرحله يې ډول په ګڼو هېوادونو کې ترسره کېږي، ترڅو له يوه لوري ټول د سولې بهير کې شامل شي او له بل لوري مذاکرات د مشخصو هېوادونو له اغېز او کنټرول څخه خوندي وساتل شي.

د معلوماتو پر اساس، ټاکل شوې د مذاکراتو د لومړي پړاوو کوربه توب قطر وکړي او له هغه وروسته جرمني، ناروې، ازبکستان، ترکمنستان او ګن نور هېوادونه هم په لېست کې شته دي.

ټاکل شوې وه د بین الافغاني مذاکراتو لړۍ د جولای مياشتې په منځ کې پيل شي، خو د بنديانو د خلاصون پر سر جنجالونو دغه بهير ځنډولی او دواړو لوريو بېرته د بنديانو خلاصون پيل کړی او ډېر ژر به د دې بهير په بشپړېدو سره د مخامخ خبرو نېټه هم اعلان شي.

که څه هم طالبانو په بیا بیا ویلي چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره په نامستقیم ډول په دې هوکړه شوې ده چې د خبرو پیل به له قطر څخه کېږي بیا به د دې خبرو نور پړاوونه په نورو هېوادونو کې ترسره کېږي.

دا چې ولې طالبان په قطر باندې ټینګار کوي، په ښکاره نه وایي خو شنونکي په دې باور دي چې د دوی ډېری مشرانو ته هلته د CIA او ISI لخوا کورنه اخیستل شوي دي او هغه څه پرې کوي چې دوی یې غواړي.

په ورته وخت کې آلمان هم د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې ویلي چې هېواد یې چمتو دی د افغانستان د روانې کشالې د حل لپاره له طالبانو سره د حکومت د مذاکراتو کوربتوب وکړي.

دا چې د حکومت او طالبانو خبرې به له کومه ځایه پیل او چېرته به پای ته ورسېږي، لا له وخت وړاندې خبره ده خو تمه ده په قطر کې بین الافغاني خبرې پیل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.