The news is by your side.

د زابل ولایتي روغتون د فلج کېدو له ګواښ سره مخ دی

خبریال وېب پاڼه/د زابل ولایتي چارواکي وایي چې د دغه ولایتي مرکزي روغتون چې له ګڼو سیمو حخه ورته ناروغان راځي د بودیجې د نشوتواليی له امله د فلج ګېدو له ګواښ سره مخ دی.

د زابل ولایت روغتیایي چارواکي د دغه ولایت د روغتون د فلج کېدو له ګواښ څخه خبر ورکوي. دوی وایي چې د دوی بودیجه خلاصه شوې ده او مرکزي حکومت ورته ځانګړې پاملرنه نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د زابل ولایتي روغتون امر ډاکتر سید عباس هاشمي په دغه روغتون کې د درملو له کمښت څخه سر ټکوي او وایي چې دوه کاله کېږي چې یاد روغتون د درملو قردادونه نه ‌دي شوي او په وینا یې اوس د درملو له کمښت سره مخ شوی دی.

ښاغلی هاشمي زیاتوي، چې د کرونا لپاره شاوخوا دېرش میلیونه افغانۍ راغلي، خو په خبره یې دا پیسې یوازې د کرونا ناروغانو لپاره کارېږي.

زابل د هېواد په جنوب غرب کې یو نا امنه ولایت دی چې د کابل کندهار د لویې لارې د ټرافیکي پېښو ډېری عاجل ناروغان هم دغه روغتون ته ور وړل کېږي.

د تېر ۲۰۱۹ کال د وروستۍ میاشتې په ۱۹مه د زابل په مرکز کلات کې ولایتي روغتون ته څېرمه موټر بم برید وشو، چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ یې د یاد روغتون ټول طبي توکي، تجهيزات او درمل هم له‌ منځه يوړل.

په ورته مهال د زابل عامې روغتیا چارواکي په دې ولایت کې د درملو د نشتون ادعاوې مني او زیاتوي، چې په دې هکله یې د ولایت مقام او مرکز سره خبرې کړي دي.

د زابل عامې روغتیا رییس لال محمد توخي وایي چې له کرونا سره د مبارزې لپاره زابل ته ۳۰ میلیونه افغانۍ استول شوې دي، چې شاوخوا ۲۰ میلیونه یې لګول شوې او د روانې اوونۍ تر پایه به یې پاتې نوره برخه هم مصرفه شي.

ښاغلی توخي زیاتوي، چې زابل کې نفوس ډېر دی خو عمومي سهمیه کې کمه برخه ورکول کېږي. کوم درمل چې د عامې روغتیا وزارت له لوري یاد ولایت ته ورکول کېږي د روغتونونو لپاره بسنه نه کوي.

په زابل کې د کرونا ۱۳۴ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له ډلې یې ۵ تنه مړه شوي او ۸۴ تنه یې بېرته رغېدلي چې دمګړۍ یوازې ۴۵ مثبتې پېښې لري.

د زابل یو شمېر اوسېدونکي وایي چې په دغه ولایت کې د کرونا مثبتې پېښې کمې دي خو پیسې زیاتې لګول شوې دي. دوی په ولایتي مسؤلینو باندې تور لګوي چې دغه پیسې یې خپلو جېبونو ته وهلې دي.

د یادونې وړ ده چې څه موده مخکې په ټول هېواد کې د کرونا پر وړاندې مبرزې ته له ځانګړې شوې بودیجي څخه د لوړو بډو او غلو خبر هم ورکړل شوی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance