The news is by your side.

په هېواد کې مالي فساد ته نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې

خبریال وېب پاڼه/ هېواد کې کرونا سره مبارزې لپاره د نړیوالو مرستو پر حیف او میل کېدو اندیښنې زیاتې شوي.

د مدنې ټولنې مجتمع وایي، تر هغې چې حکومت د فساد پر وړاندې مبارزې لپاره سمه کړنلاره طرحه او پلې نه کړي، فساد به پرځای پاتې وي.

د نړۍ شپږو فاسدو هېوادونو په منځ کې د افغانستان شتون د دې لامل شوی څو هېواد کې د هر ډول فساد زمینه برابره شي.

فساد پر وړاندې د مبارزې بنسټونه، افغان جاپان روغتون ته له اصلي بیې پر څو برابره پورته بیې سره د درملو او روغتیایي توکو پیرلو په غبرګون کې وایي؛ تر هغې چې حکومت فساد پر وړاندې مبارزې لپاره سمه کړنلاره او طرحه پلې نه کړي، نشي کیدای دا ډول تړونونو کې روڼتیا ته هیله من وواسو او فساد به هم پر خپل ځای پاتې وي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم په دې تړاو ځواب ویلو ته چمتو نه دی.

څو ورځې وړاندې هغه اسناد چې رسنیو ته رسیدلي، ښیې چې د افغان جاپان روغتون ته د روغتیا نړیوال سازمان له مرستو څخه، هر قلم درمل او روغتیایي توکې پر څو برابره زیاتې بیې اخیستل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت په دې اړه څه نه وایي.

په داسې حال کې اوس د نیوکې ګوته د تمویل کوونکو بنسټونو پر لور ده، خو نړیوال بانک وایي، د یوې منظمې کړنلارې پلي کېدو سره د مرستو بهیر څخه څارنه کیږي.

“د نړیوال بانک ټولې پروژې د یوه څارنیزې کړنلارې پر بنسټ، د پروژو له پلې کېدو او دغه راز حکومت ته د توکو د پېر لپاره د لېږدول شویو واقعي پیسو نه څارنه او کنټرول کیږي. ”

د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې په برخه کې د نړیوالو مرستو حیف او میل کېدو څخه داسې مهال راپورونه خپریږي چې لا یې هم افغانستان د مثبتو پېښو د ثبتېدو په درشل کې دی او عاجل ناروغان د روغتیایي توکو او خدماتو له نشوالي رنځیږي.

بل لور د روغتیا نړیوال یازمان کرونا خپرېدوپر مهال ماشومانو ته د واکسین د نهتطبیق له امله اندېښنه ښیي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان وایي، د ماشومانو د واکسین تطبیق کې لږوالی راغلی او د کرونا ویروس بهیر دوام به د دې برخې لاسته راوړنې وګواښي.

د ملګرو ملتونو سازمان او دغه بنسټ پورې اړوند د ماشومانو، چې ماشومانو ته د واکسین د تطبیق برخې لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ شوي.

دغو دوو نړیوالو بنسټونو ټینګار کړی چې لږ تر لږه د سرخکانو واکسین ټوله نړۍ کې ځنډول شوي او دا کولای شي روان یا راتلونکي کال کې د ماشومان تنفسي سیسټم کې د عفونت خپرېدا لامل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان، یونسیف او واکسیناسیون کې د فعالو غیر دولتي جوړښتونو ایتلاف ګډه ېیړنه ښيي چې د کووېډ١٩ ناروغۍ تر خپرېدا مخکې په ټوله نړۍ کې کابو څوارلس میلیونه ماشومان د دیفتري کزاز په څېر یو شمېر واکسینونو څخه بې برخې وو چې ډېری یې د برازیل، مکزیګ، هند، پاکستان، اندونېزیا او فیلیپین هیوادونو څخه دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance