The news is by your side.

ایران د طبیعي پېښو په تنور کې، ۷ بېړۍ یې سوځېدلې

خبریال وېب پاڼه/په دې وروستیو کې ایران د بېلا بېلو طبیعي پېښو شاهد دی چې ملیونونه زیان یې لیدلی دی.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې تازه د دغه هېواد په بوشهر بندر کې اور لګېدلی او د دغه هېواد ۷ سوداګریزې بېړۍ یې سوځولې دي.

سرچینه وایي چې اور لګېدنه د دغه هېواد په بوشهر بندر کې د بېړيو په تمځای کې را منځته شوې ده چې له امله یې ۷ بېړۍ په بشپړه توګه سوځېدلې دي.

د لومړنیو معلوماتو پر اساس، دغه سوداګريزې بېړۍ دي او د سوځېدو له امله يې ايران ته ميليونونه ډالره زیان اوښتی دې.

په ورته وخت کې په ایران کې درنو سېلابونو هم خلکو ته ځاني او مالي تلفات اړولي دي. د یورو نیوز د خبر له مخې د ایران په په څو ولایتونو کې د سیلابونو د را وتلو له امله شدید سیلابونه را وتلي دي چې له امله یې څلور کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ایران د بېدنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په یوه راپور کې ویلي دي چې دا سېلابونو د ایران په ځینو ولایتونو کې په شاوخوا ۱۳ ولسوالیو کې را وتلي دي. سرچینه زیاتوي چې ایران د سېلابونو سیمو ته د مرستې ټیمو استولي دي او خلک له دغه بحراني حالت څخه را باسي.

ایران په دې وروستیو کې له کرونا وبا سربېره د بېلا بېلو آفتونو کوربه دی چې سخت ځاني او مالي تلفات یې ور اړولي دي.

په تېرو څو اونیو کې یې په اتومي بټیو کې هم ځینې پېښې وشوې چې تر ډېره یې معلومات هم رسنیز نه کړل. په ظاهره طبیعي خو ځینې شنونکي وایي چې د دغه هېواد ځینو مخالفو کړیو لاس یو کړی او په ایران د بدې ورځې را وستلو په تکل کې دي.

که څه هم بارانونه یوه طبیعي پېښه ده خو تر څنګ یې اورلګېدنو او په ځینو بټیو کې چاودنو یې د دغه هېواد چارواکي اندېښمن کړي دي.

د ایران په بوشهر بندر کې اورلګېدنې هم دغه هېواد ته درانه مالي زیانونه اړولي دي. ویل کېږي تر اوسه په دې تمځي کې د اور لګیدو دليل روښانه نه دی، خو د روانې میاشتې له پیله د ايران په اټومي اډو، د بېړيو په تمځایونو او پوځي اډو کې چاودنې شوې دي او ډېری ځايونه يې سوځېدلې دي.‌

دغه راز ايران درې اونۍ وړاندې عراق ته نږدې په اوبو کې خپله بېړۍ وويشته او ګڼ کسان يې ووژل شول.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance