The news is by your side.

پاکستانۍ ملېشې دور بابا ته راغلې، قیمتي ډبرې استخراجوي

خبریال وېب پاڼه/په دې وروستیو کې پاکستانۍ ملېشې د ډیورنډ تپلې شوې کرښې په اوږدو کې زیاتې وړاندې وروسته کېږي چې وړمه ورځ یې په کونړ باندې څو توغندي هم را ګوزار کړل.

د ننګرهار د دور بابا ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې پاکستانۍ ملېشې د دغه ولسوالۍ څڅوبي سیمې را را وړاندې شوې دي او د افغانستان د قیمتي ډبرو په استخراج یې لاس پورې کړی دی.

دا لومړنی ځل نه دی چې پاکستانۍ ملېشې ټول نړیوال قوانین ماتوي او تر صفري نقطې را اوړي، په تېر کې هم دغه ترهګر سالار هېواد په ځلونو ورته تعرضونه کړي دي خو دا چې د قیمتي ډبرو استخراج ته لاس اچوي، دا بیا نوې خبره ده چې د سیمې خلک یې اندېښمن کړي دي.

څو ورځې وړاندې هم په دې هکله راپورونه وو چې پاکستانیو ملېشو په دور بابا کې تاسیسات پیل کړي دي او دروازه ورته جوړوي، خو مرکزي حکومت نه هغه مهال او نه هم تر اوسه په دې هکله کوم غبرګون ښودلی دی.

دغې حالت په سیمه کې خلک سخت اندېښمن کړي دي او زیاتوي چې که حکومت ورته پاملرنه ونکړي، لېرې نه ده چې پاکستانۍ مالېشې نورې هم وړاندې راشي او په ورته اقداماتو به لاس پورې کړي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي هم دغه پېښه تائیدوي او وایي چې د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشو د دغو تحرکاتو پر وړاندې د مرکزي حکومت چوپتیا د پوښتنې وړ ده.

یو شمېر ننګرهاریان په دې باور دي چې ګواکې حکومت له پاکستان سره د ډیورنډ کرښه باندې معامله کړې ده ځکه خو په وینا یې تل په ټولو هغه بدرنګیو چې د پاکستاني لوري لخوا تر سره کېږي، چوپتیا غوره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې په کونړ کې هم پاکستاني ملېشې د افغانستان خاورې ته د مخکې تګ په حال کې وې او غوښتل یې چې نوي تاسیسات جوړ کړي چې د افغان پوله ساتو ځواکونو له مقاومت سره مخ شول. په ځواب کې پاکستاني ملېشو د دغه ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ باندې توغندي را وتوغول چې شاوخوا ۱۸ ملکیانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

دغه پېښه حکومت وغندله او ویل کېږي اوس په سیمه کې د دواړو لوریو تر منځ ډز بندي شوې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance