The news is by your side.

د امریکا هوایي بریدونه او پر بین الافغاني خبرو یې اغېز

خبریال وېب پاڼه/ د امریکا بې پیلوټه الوتکې د افغانستان په هلمند، زابل او غزني ولایتونو کې هوایي بریدونه کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د امریکا ډرود الوتکې د هلمند، زابل او غزني په غیر جنګي سیمو بریدونه کړي.

سهیل شاهین وایي، دا د امریکا له لوري د سولې د هوکړې دقض دی او طالبان یې په کلکه غندي.

تر اوسه امریکا د طالبانو د یادو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم طالبانو هم د امریکا سره د قطر پلازمېنه دوحه کې د سولې د لاسلیک شوې هوکړې بندونه نه دي عملي کړي.

له طالبانو اوس هم شکایت کیږي، چې دوی د سولې هوکړه په بشپړ ډول نه ده عملي کړې، ځکه د طالبانو بریدونو لا زور اخیستی او تاوتریخوالی یې د پخوا په پرتله دوه برابره دی.

طالبانو له امریکا سره د هوکړې له مخې ژمنه کړې، چې له امریکایي ځواکونو سره به جګړه نه کوي او له امریکا سره یې سوله شوې، خو له افغان حکومت او سرتېرو سره یې دښمني لا هم د پخوا په څېر ده، دوی د سولې د هوکړې له لاسلیک وروسته ملکي او نظامي تأسیسات تخریب کړي او په بریدونو کې زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې.

اوس اندېښنې دا دي، که امریکا په غزني، زابل او هلمند کې د هوایي بریدونو پخلی وکړي، نو د طالبانو او افغان حکومت تر منځ به پر بین الافغاني خبرو دروند اغېز وکړي او ممکن خبرې نورې هم له ځنډ سره مخ کړي.

ټاکل شوې وه، چې په راتلونکو څو میاشتو کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ بین الافغاني خبرې ترسره شي، خو وخت نا وخت د ځینو لاملونو له کبله د مذاکراتو نېټه نوره هم لېرې کیږي.

د بین الافغاني مذاکراتو د پیل پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د طالبانو له لوري تاوتریخوالی او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو د تبادلې پر سر ناندرۍ دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست محمد حنیف اتمر پرون په یو خبري کنفرانس کې ویلي، چې افغان حکومت به هغه ٦٠٠ طالب بندیان چې د درنو جرمونو قضیې لري، خوشې نه کړي، نوموړي ویلي، چې هېڅ قانون د داسې لویو مجرمینو د خوشې کولو اجازه نه ورکوي.

نړیوالې ټولنې هم پر دې مسلې بار بار ټینګار کړی، چې د درنو جرمونو ترسره کوونکي طالب بندیان باید خوشې نه شي.

په ورته مهال افغان حکومت پرون د طالبانو ٥٠ نور بندیان هم له بنده خوشې کړي دي، خو تر څو چې د دواړو خواوو له لوري د بندیانو تبادله بشپړه شوي نه وي بین الافغاني مذاکرات به ترسره نه شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.