د افغانستان خلاف د آمریکا د جګړې نوې پالیسې
خبریال وېب پاڼه/ کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان نظامي یرغل وکړ، ملګرو ملتونو خپل ځانکړی استازی د روسانو سره د خبرو اترو پۀ موخه افغانستان ته ولېږۀ، تر څو د خبرو لۀ لارې تزاري روسیه بېرته وتلو ته مجبوره کړي او خپل پوځونه مخکې لۀ دې چې پۀ خونړیو جګړو کې ښکېل شي، دغه هېواد پرېږدي. برېټانیا مستقیماً شوروي ته وویل چې باید لۀ افغانستانه خپل پوځونه وباسي، ځکه د نړیوالو اصوصو خلاف دوی پر یوۀ خپلواک هېواد یرغل کړی.
دا چې شوروي مغروره امپراطوري وه، کله غرور ددې اجازه ورکوله چې د سرو زرو هغه مرغۀ دې لۀ لاسه ورکړي، چې لۀ وجهې یې سرخت دوښمن امریکا کنټرول کېدای شي.
آمریکا متحده آیالاتونو پۀ اتیایمو کلونو کې وروسته له دې چې پوه شول، شوروي د خبرو له لارې نۀ وځي، پرته لۀ ځنډ یې ګاونډي پاکستان او افغان جهادي تنظیمونو ته ځان خیرخوا معریفي کړ او د لاسنیوي پۀ موخه یې میلیونونه ډالر له جنګي وسایطو واخله، آن تر خوراک او پوښاک پورې ټول د وخت موجوده احذابو ته ور ډالۍ کړل.
لۀ چین او عربو هېوادونو یې وسلې وپېرلې، سټېنګر طیاره ویشتونکي توغندي یې ورکړل چې بیا وروسته جهادي تنظیمونو پر ځینو هېوادونو یو توغندی پر یو میلیون افغانیو وپلوره.
اوس پوښتنه دا چې آیا آمریکا دومره قربانۍ او پاګونه د یوۀ خیرخوا په ډول له افغانستان سره وکړه او کۀ خپل اهداف یې درلودل؟
د سولې پروسه چې د افغانانو هیلې یې خورا رنګینې کړې، خو تر اصلیت پوهېدو وروسته ټول ملت د دوی پر دروني خیانت پوه شول چې دوی جګړه نۀ، بلکې خپل اهداف د نوې لوبې پۀ پیل کېدو ترلاسه کوي او د جګړې ظاهري شکل ته تغیر ورکوي.
د تفاهمنامې پۀ لاسلیک کې د طالب مشرانو او خلیلزاد تر منځ د افغانستان د جګړې او ناروین لپاره نۀ، بلکې د خپلو ځواکونو د خوندیتوب او د پیل کېدونکې نوې جګړې لپاره د غوره عنوان پۀ خاطر پۀ دوحه کې د جګړې د اصلي قربانیانو پرته پر مبهمو خبرو بوخت دي چې خدای ښه پوهېږي، بیا کوم اور ته پوکی ورکوي.
نۀ غواړم چې موضوع طولاني او بلې خوا یې یوسم، راځم اصلي هدف ته او هغه دا چې امریکایي ځواکونه به د کوم میکانېزم پر اساس افغانستان پرېږدي او بېرته به پۀ نوي شکل او لباس افغاني خاورې ته داخلېږي.
دلته لومړی هغه پوښتنې باید مطرح شي چې لوستوالو ته په ذهنونو کې راټوکېدلي:
۱ـ کۀ آمریکا متحده آیالاتونو له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو پرېکړه کوله، نو دوی دومره پانګونه د څه لپاره وکړه؟
۲- هغه جګړه چې آمریکا پۀ تاریخ کې تر ټوله اوږده جګړه بلل شوې، آیا د دومره طولاني سفر پایله به بې نتیجې پای مومي؟
۳ ـ د 2001-2013 کلونو هغه خونړي بریدونه چې هره ورځ پۀ اوسط ډول پکې د آمریکایي ځواکونو دوه سرتېري له طالبانو سره پۀ مخامخ جګړه کې وژل کېدل، ایا پرته لۀ امتیازاتو دوی دا قربانیانې ورکولې؟
۴ ـ د روسیې د جګړې پر مهال د امریکا پۀ میلیونونه ډالر مصارف چې تنظیمونو ته یې ورکړل، آیا دوی د افغانستان غمخواران ؤل؟
ځوابونه یې ډېر ساده دي:
آمریکا د خپلو شخصي ګټو، پر سیمه د نفوذ ساتلو د بهترینې مورچې، د افغانستان طبیعي شتمنیو لوټل، د ځینو اسیایي هېوادونو کنټرول او د روسیې د پرمختګ او نفوذ لپاره افغانستان د امریکا لپاره هغه هستي ده چې پۀ شتون کې بۀ یې د تاریخ سرخته حریفان د یو بل خلاف بریا ترلاسه کوي او خپلې شومې کړنې به پرته له کوم خوف او وېرې ترلاسه کوي.
نوټ ـ د امریکایي ځواکونو وتل لباسي رنګ لري، په نظامي لباس کې افغانستان پرېږدي او په نوي او متغیر شکل بېرته افغانستان ته د جګړې لۀ نوی پیام سره داخلېږي چې د طالبانو د نوم په ورکېدو د جګړې شکل ته تغیر او د یوې نوې ډلې او جګړې پیلامه به انځوروي.
لیکنه ـ عزت الله خاطر
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.