The news is by your side.

کندهار او هلمند ولایتونو لپاره د کجکې برېښنا وصل شوه

خبریال وېب پاڼه/ د يوې اوونۍ اتنظار وروسته نن د کندهار او هلمند ولايتونو سره د کجکې برېښنا وصل شوه.

د هلمند ولايت برېښنا چې د کجکې ولسوالۍ د بند څخه توليديږي هلمند او کندهار ښاريان ګټه ورڅخه اخلي.

د هلمند کجکې ولسوالۍ څخه د برېښنا لين د هلمند تر ټولو نا امنه ولسوالۍ سنګين له لارې د لښکرګاه ښار سره وصل شوې، چې هر وخت د جګړو له امله لينونه شکېدلي او پایې يې چپه شوي وي.

تيره اوونۍ سنګين ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ نښته رامنځ ته شوه چې د يادې نښتې له امله د برېښنا لين پرې او پر هلمند او کندهار ښارونو برېښنا پرې شوه.

دولتي چارواکو هڅه وکړه چې د برېښنا لين وصل کړي خو وسلوالو طالبانو د برېښنا کارکونکو ته اجازه ورنه کړه.

خلک د ډېرې ګرمۍ څخه په تکليف شوي چې وايي، ماشومان مو ټول ناروغان او روغتونونو کې بستر دي.

دوی په وار وار د حکومتت څخه غوښتنه وکړه چې برېښنا دې وصل کړي خو حکومت ونه توانېدلو چې برېښنا وصل کړي مدني فعالانو هم مظاهرې وکړې چې بايد وسلوال طالبان د خلکو ستونزي په نظر کې ونیسي او د برېښنا کار کونکو ته اجازه ورکړي چې برېښنا وصل کړي.

خو طالبانو د مدني فعالانو غوښتونو ته هېڅ جواب ورنه کړ، دا چې ولسونه د ډېرې ګرمۍ څخه په عذاب شول، له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې برېښنا وصل کولاى نه شي، نو پر سنګين ولسوالۍ دې برېښنا پرې کړي، چې زموږ ستونزي درک کړي او د برېښنا کارکونکو ته د جوړولو اجازه ورکړي.

دوه ورځې وړاندې حکومت هم د ولسونو دې پوښتنو ته په ځواب کې پر سنګين ولسوالۍ برېښنا پرې کړه.

د سنګين ولسوالۍ ټول اوسېدونکي د برېښنا په واسطه خپل کارونه پر مخ وړي چې د برېښنا د يوې ورځې په پرې کولو سره د سنګين ولسوالۍ خلکو غوغا خپره کړه او د وسلوالو طالبانو څخه يې غوښتنه وکړه چې د برېښنا کارکونکو ته اجازه ورکړي چ لينونه وصل کړي.

هغوى طالبانو ته ويلي، چې له همدې کښتونو څخه ورته زکات، ماليه او د برېښنا د بېل پيسې درکوو که برېښنا نه وې تاسې ته هېڅ هم نه شو درکولاى.

طالبانو هم د سنګين ولسوالۍ د خلکو خبرو ته لبيک ووايه او نن ورځ يې د برېښنا کارکونکو ته اجازه ورکړه چې د دوی تر واک لاندې سيمو ته ورسي او د برېښنا لين ورغوي او برېښنا د کندهار او هلمند ولايتونو سره وصل کړي او نن ورځ څلور بجې د هلمند او کندهار تر ښارونو برېښنا ورسيده.

د يادونې وړ ده چې دا لومړى ځل نه دى چې د برېښنا پر سر جنجال رامنځ ته کيږي بلکې په وار وار دې ته ورته جنجالونه د وسلوالو طالبانو او افغان دولت تر منځ راغلي.

عبدالله حقمل خبريال ډاټ کام هلمند

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.