The news is by your side.

د هوایي دهلیز له لارې د غالیو صادرات دریدلي

خبریال وېب پاڼه/ د غالیو تولیدي او صادراتي ټولنه وايي، چې هوایي دهلیز د تازه میوې لپاره ځانګړی شوی او د غالیو د صادراتو بهیر یې درېدلی دی.

دوی وایي اوسمهال د هوایي دهلیز له لارې د غالیو صادرات په ټپه درېدلي دي.

د غالیو تولیدي او صادراتي ټولنې مسولین زیاتوي، چې په اروپا او امریکا کې د هیواد د غالیو بازار ښه شوی دی خوپه خبره یې، چې د میوې فصل رارسېدو سره د هوایي دهلیز له لارې دغالیو لیږد ځنډیدلی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو له مخې، چې د قرنطین محدودیتونو له کمېدو وروسته تر دامهاله د ځمکې او هوا له لارې ۱۰ زره متر مربع غالۍ له هیواده بهر ته صادر شوي دي.

د غالیو صادراتي او تولیدي ټولنه وایي تازه د هوايي دهلیز لاره اروپا ته د افغاني غالیو د صاداراتو په مخ باندې تړل شوې ده، چې ډیرې ستونزې یې را ولاړې کړې دي.

د یادې ټولنې په خبره اوس دا دهلیز یواځې د هېواد د تازه میوې صادراتو ته ځانګړی شوی دی.

دا ټولنه ټینګار کوي که په اونۍ کې یو پرواز هم د غالیو صادراتو ته ځانګړی شي نو د دوی ستونزې به ورسره حل شي.

په هېواد کې د غالیو صادروونکي شرکتونه وايي، چې اروپايي هیوادونو ته،هر شرکت له  څلور زره متره مربع څخه زیات صادارت لري.

د دوی به خبره د لارو تړل کیدو له امله غالۍ په دې کارخانو کې زیاتې شوي دي.

د یادو شرکتونو مسولین وايي له اتلسو کلونو راپدیخوا د غالیو ظرافت کارۍ په برخه کې کار کوي او کار یې پاکستان کې زده کړی دی.

د قرنطین څخه وروسته د هېواد صادراتو په مخ باندې هوايي دهلیز پرانیستلو سره افغانستان لس زره مترمربع غالۍ بهر ته صادر کړي دي.

د سوداګرو په باور که چیرې د امریکا بازار د هوايي دهلیز له لارې د افغانستان غالیوصادراتو له پاره پرانیستل شي غالۍ به څو برابره زیاتوالی ومومي.

په افغانستان کې د غالیو صنعت پخوانۍ مخینه لري دهېواد شمال او مرکزي سیمو اوسیدونکي د میرمنو په ګډون د غالیو په اوبدلو باندې بوخت دي.

خو اوس بیا د افغانستان د غالیو ډیری برخه په خامه توګه پاکستان ته استول کیږي او د اوبدلو او منځولو څخه وروسته بیا د پاکستان په نوم بهر ته استول کیږي.

تازه پاکستان هیله ښودلې، چې له افغانستان سره یې سوداګري بیاځلې ډیره وده وکړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په یوه تازه ټوېټ پیغام کې ویلي، چې د کورونا ویروس پراختیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري او په بندرونو کې تګ راتګ زیانمن کړی دی. صادق زیاته کړې،هیله لري چې د کورونا ویروس دویمه څپه خپره نشي او په دې توګه دغه بندرونه بیا ځلې زیان ونه ویني.

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وایي، تمه لري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري بېرته وده وکړي او اړیکې یې هم ښې او پیاوړې شي.

د کورونا ویروس له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ډیره زیانمنه شوه او سوداګرو سخت زیانونه ولیدل.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.