هلمند کې سږکال د خرما حاصلات زیات شوي
خبریال وېب پاڼه/ هلمند ولایت کې د کرنې او مالدراۍ ریئس وايي، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د خرما په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.
د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ رئيس زلمی الکو رسنیو ته ویلي، چې په مرکز لښکرګاه او ولسوالیو کې د خرما ونې په مسلکي ډول القاح او شاخه بري شوي، چې ورسره حاصلات یې هم د تیرو کلونو په پرتله د پام وړ زیات شوي دی.
نوموړی وایي دوی په دې ولایت کې د کرنیزې برخې د ودې لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.
د هلمند د کرنې او مالدراۍ د ریئس په خبره، چې په دغه ولایت کې د خرما د بڼونو بزګرانو ته هم په دې برخه کې د خرما د ونو د پالنې او روزنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
هغه زیاته کړه، د تیرو کلونو په پرتله د خرماوو ونو سږکال ډیره ښه میوه نیولې او په خبره یې، چې ورځ تربلې یې وده هم ښه کیږي.
نوموړي زیاته کړه، چې د کرنې، او اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا، هلمند کې د خرما سوداګریزو بڼونو جوړولو طرحه منظور او په روان مالي کال کې پلي کیږي.
زلمی الکو وایي، چې د دې طرحې عملي کیدو سره به د خرما «کجورو» ۲۵ جریبه سوداګریز بڼونه او کلیکسیون جوړشي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه بڼونه په دې ولایت کې د کجورو د بڼونو جوړولو د ترویج او پراختیا په لپاره جوړیږي.
په ورته مهال د افغانستان د کرنې وزارت بیا وايي، د دوي له برنامو څخه یو هم د خرما ونو پالل، روزل او بڼوالو ته پېژندل دي.
یاد وزارت وایي، چې دوی بڼوالو ته د خرما ونو د کرکېلي لارې چارې ښیي څو یې حاصلات ښه او ګټه یې ډیره شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په یوشمېر ولایتونو کې په ازمایښتي ډول د خرما بڼونه جوړ کړي دي او تر دې دمه یې ښه پایله هم ورکړې ده.
خرما یو له هغو میوو څخه ده چې تر ډیره په تودو یا ګرمو سیمو کې ښه وده کوي.
هلمند، فراه، کندهار، لغمان او ننګرهار د خُرما پالنې لپاره مناسب اقلیم لري او په ټولیز ډول بیا د ننګرهار خرما په ټول هیواد کې مشهورې دي او ډیر مینه وال هم لري.
کرنیز پوهان وایي، افغانستان په کرنیزه برخه کې تر ډيره ښه آب و هوا لري او دوی وایي که حکومت ورته پاملرنه ډیره کړي ښايي د نړۍ په کچه ښه تولیدات ولري.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.