پاکستان پوځ په ٢٤ ساعتونو کې پر کونړ ٢٩ توغندي توغولي

خبریال وېب پاڼه/ د پاکستان پوځ پر کونړ یو ځل بیا لسګونه توغندي توغندي توغولي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وایي، پاکستاني پوځ په تېرو ٢٤ ساعتونو کې پر کونړ ٢٩ توغندي توغولي دي.
مصمم وایي، په توغندیزو بریدونو کې ولسي وګړو ته ځاني زیان نه دی اوښتی خو درانه مالي تلفات یې اړولي.

د پاکستان د پوځ د توغندیزو بریدونو په مقابل کې افغان امنیتي او دفاعمګ ځواکونه د تیار سﺉ په حالت کې دی.

پاکستان څو ورځې وړاندې هم د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ او مرکز اسعد آباد توغندیز بریدونه کړي وو چې ملکي وګړو ته یې مالي او ځاني زیانونه ور اړولي وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د یوې اعلامیې پر خپرلو پر کونړ باندې د پاکستاني ملېشو برید غندلی وو او زیاته کړې يې وه، چې افغان پوځیانو او پوله ساتو له خپلې خاورې څخه د دفاع او ملي حاکمیت سپېڅلې دنده ترسره کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې په دې تړاو یې له پاکستان حکومت سره خبرې کړي او هغوی به نور پر کونړ راکټي بریدونه نه کوي.

دوه ورځې وړاندې د همبستګۍ د ځوانانو حزب د پاکستان پوځ له لهلوري پر کونړ د توغندیزو بریدونو اعتراض کې په کابل کې د پاکستان د سفارت تر مخه را ټول شوي وو.

دوی د کونړ ولایت په سرکاڼو او مرکز اسعد آباد د پاکستان پوځ له لوري د وروستیو راکټي بریدونو په اعتراض د پاکستان سفارت تر مخ لاریون کړی وو او د دې سفارت دروازه یې په رنګونو ککړه کړه.

دې ځوانانو او نجونو د مولوي فضل الرحمن، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د پاکستان د ترهګر پرور سازمان ای اېس ای مشر حمید فیاض عکسونه په افغانستان کې د تل پاتې جګړې او وینې بهیدنې د ملاتړو په توګه وسوځول څو د افغانستان د جګړې، تنظیمونو، مجاهدینو، داعش، طالبانو، جاسوسانو له پلارانو او ملاتړو، او د پاکستان له تکنوکراتانو خپله کرکه څرګنده کړي.

اعتراض کوونکو شعارونه ورکول چې
:
١: مرګ پر “ای اېس آی”

٢: “د پاکستان له لوري زموږ د خلکو وژل جنایت دی.”

٣: “مرګ د پاکستان پر مزدورانو”

٤: “د خپلو خلکو د وینې بدل د پاکستان د افغان مزدورانو نه اخلو.”

٥: “د جهادي تنظیمونو، داعش او طالبانو د ملاتړو لاسونه دې زموږ له هېواد لنډ وي”

دوی د پاکستان پر بیرغ د پاکستان د استخباراتو ادارې “ای اېس ای” نوم لیکلی وو او اور یې وراچولی وو.

خو د پاکستان حکومت تر اوسه د افغان ځوانانو اعتراض پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم د افغانانو غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More