په لېفټ کې ۴ ورځې بندي مور او لور میتیازو وژغورلې
خبریال وېب پاڼه/کله کله د ژوند دایره دومره را تنګه شي چې په سړي هغه څه هم کولای شي چې مخکې یې تصور نشوای کولی.
د چین په شانزي ایالت کې یوه مور او لور د یوه څلور منزله آپارتمان په لېفټ کې بندې پاتې شوې خو تر څلورو ورځو وروسته له دغې لېفټ نه دواړې ژوندۍ را ووتلې.
دوی دواړو (مور او لور) د ژوندي پاتې کېدو لپاره د یو او بل له بولو (میتیازو) څخه په ګټې اخیستنې څلور ورځې ځنډ وروسته آزاد اوکسیجن او روغ ژوند ته دوام ورکړ.
د چینایي رسنیو د راپور له مخې دوی دواړې له کور د باندې وتلې وې او کله چې په ۴ پوړیزه ودانۍ کې د لېفټ له لارې خپل کور ته ختلې، د برېښنایي او تخنیکي ستونزو له امله پرې لېفټ خراب شو او تر هغو چې تخنیکي ټیم پرې را خبرېده او جوړاوه یې، په دوی باندې پوره څلور شپې ورځې تېرې شوې.
په منځني ډول یو انسان ته پرته له خوړو تر دوو ورځو پورې ژوندي پاتې کېدل هم یوه معجه بلل کېږي خو دغه چینایۍ مېرمنې وتوانېدلې چې اوږد ځنډ وروسته هم د ژوند کولو څکه وکړي.
د معلوماتو له مخې دوی داسې مهال په لېفټ کې بندې پاتې شوې چې له یوې سره یې هم موبایل نه ؤ او تر دې بونوونکې بیا دا وه چې په کور کې یې بل څوک هم نه لرل چې پوښتنه یې وکړي.
سرچینه زیاتوي چې تر ټولو هېښوونکی حالت دا ؤ چې د همدې څلورو ورځو په ترڅ کې لور او مور د یو بل میتیازو باندې د خوړو کار کاوه خو ورسره جوخت یې لور د لېفټ پاسنۍ برخه ورانوله تر څو وکولی شي د دواړو ژوند وژغوري.
دغه چینایۍ لور پوره څلور ورځې وروسته په دې بریالۍ کېږي چې د لېفټ پاسنۍ برخه ماته کړي او ورڅخه د را وتلو په حال کې چیغه ګډوي چې مرسته وکړئ.
دې سره خلک راځي او مور یې هم له دغې څلور ورځني بوږنوونکي حالت ژغوري.
چین د نړۍ په کچه لومړنی ګڼ توکمی هېواد دی چې ډېری وخت په کې ډېرې جالبې او بوږنوونکې پېښې هم کېږي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.