The news is by your side.

٨٦ کلونه وروسته نن آیا صوفیه د جمعې لمانځه کوربه دي

خبریال وېب پاڼه/ له ٨٦ کالو وروسته به نن جمعه د ترکیې په آیا صوفیه جومات کې د جمعې لمونځ اداء شي.

اوونۍ وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د ایا صوفیه موزیم په جومات د بدلولو امر لاسلیک کړ.

٢ زره ٥٠٠ کاله وړاندې د ایا صوفیه ودانۍ د ترکیې په استانبول ښار کې د کلیسا په نوم جوړه شوې وه، چې له کلیسا پر جومات او له جومات پر موزیم واوښته او اوس بیا د ایا صوفیه موزیم ودانۍ پر جومات بدله شوه چې نن به په کې د جمعې مبارکې ورځې لمونځ اداء شي.

پخوا د استانبول ایا صوفیه موزیم چې د نړۍ د نامتو تاریخي ودانیو له ډلې وو.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جولای په لسمه نېټه دا اعلان وروسته له هغې وکړ چې د ترکیې سترې محکمې له ایا صوفیې څخه د موزیم حیثیت واخیست.

ښاغلي اردوغان ملت ته په وینا کې وویل چې په دې جومات کې د جمعې لومړی لمونځ به دوه اوونۍ وروسته د جولای په ۲۴مه نېټه وشي.

د فعالانو یوې ټولنې چې ډېره مشهوره نه ده دا قضیه محکمې ته وړاندې کړې وه.

دې ټولنه ویلي وو، وروسته له دې چې عثماني امپراتور دوهم سلطان محمد په ۱۴۵۳ میلادي کال کې قسطنطنیه د بیزانس له کلیسا څخه ونیوله ایا صوفیه یې په جومات بدله کړه او د هغه ملکیت و.

د معاصرې ترکیې د بنسټ ایښودونکي مصطفی کمال اتاترک په واکمنۍ کې په ۱۹۳۴ کال کې ایا صوفیه چې هغه مهال جومات و، په موزیم بدل شو.

دا اقدام چې خورا زیات سیمبولیک اهمیت لري، د امریکا، یونان او د ارتودوکس کلیسا د مشرانو له پرله پسې او پراخو انتقادونو سره سره کیږي.

د کرونا د خپرېدو د مخنیوي له کبله په زیات شمېر هېوادونو کې په جوماتونو کې پر لمونځ کولو بنذیزونه لګېدلي وو.

په سعودي عربستان کې هم د مدینې او مکې د تړل شويو جوماتونو په شمول نور جوماتونه هم د لمونځ کولو پر مخ پرانیستل شول او تر دې وړاندې ویل کېدل چې سږ کال به هم د حج او عمرې مراسمو ته د عجم مسلمانان نه شي ورتللی خو اوس ویل کیږي چې د کرونا ویروس له کبله به سږ کال په حج کې د عجم حاجیانو شمېر کم وي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان یوازنی ولسمشر وو، چې د کرونا ویروس د پراختیا پر مهال یې هم د لمونځ کوونکو پر مخ د جوماتونو تړلو حکم ونه کړ او ترکیه کې هېڅ جومات ونه تړل شو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.