The news is by your side.

هغه بالران وپېژنئ چې پخپل لوبیز کریر کې نوبال نه لري

خبریال وېب پاڼه/کله چې د کرېکټ یادونه کېږي، ضرور به یې د اوصولو په هکله یو څه خیال ته درځي خو داسې څه به مو کم اورېدلي وي چې چټک او ورو توپ وهونکي دې په خپل کریر کې نو بال و نه لري.

راځئ نن مو د نړۍ له هغو غوره بالرانو خبروو چې په خپل لوبیز کریر کې یې بیخي نو بال (داسې بال چې حساب نه شي) ترسره کړی نه دی.

نو بال چې دوه ډوله یې مشهورې بڼې دي. یوه دا چې توپ اچوونکی د توب غورځولو پر مهال د کریز له کرښې پښه واړوي او دویم ډول یې د توپ اچوونکي لخوا توپ وهونکی ته داسې بال غورځول چې د هغه له نامه څخه بره وي. د نوبال ځینې نور ډولونه هم شته چې هغه د آی سي سي له قانون سره سر خوري او دلته یې یادونه ځکه مناسبه نه ده چې د توپ اچوونکی د منډې په حالت او توپ غورځونه باندې خبرې کوو.

د نړۍ لومړنی توپ اچوونکی چې تر ټولو د مخه یې د خپل لوبیر کریر ۳۰۰ ویکټې هم پوره کړې دي او دا ریکارډ یې د تل لپاره په خپل نوم ثبت کړی دی. دا لوبغاړی بل څوک نه د ویسټنډیز ورو توپ اچوونکی لانس ګیبز دی.

نوموړي چې په ۷۹ ټېسټ او شاوخوا دریو نړیوالو پنځوس اوریزو کې برخه اخیستې ده او د نړۍ لومړنی بالر دی چې ۳۰۰ ویکټې یې په خپل نوم کړې دي.

دویم هغه بالر چې تر ټولو اوږد لوبیز کریر هم لري او نو بال یې نه دی کړی، هغه د هند پخوانی لوبډلمشر او د ۱۹۸۳ ز کال د پنځوس اوریزو لوبو نړیوال جام ګټونکی کیپل دیو دی. کیپل په ۱۳۱ تېسټ او ۲۲۵ پنځوس اوریزو لوبو کې ګډون کړی دی او هېڅ نو بال یې نه دی ترسره کړی.

جالبه ده خو باید ویې منو چې د پاکستان اوسني لومړي وزیر عمران خان هم په خپل لوبیز کریر کې نوبال نه دی تر سره کړی. نوموړی چې پاکستان ته د ۱۹۹۲ کال د نړیوال جام اغېزمن لوبغاړی هم بلل کېده او په ۶۳ پنځوس اوریزو او ۷۹ ټېسټ لوبو کې یې برخه اخیستې ده، هېڅ داسې توپ نه دی غورځولی چې نوبال حساب شوی وي.

څلورم توپ اچوونکی چې نوبال یې نه دی کړی، هغه د انګلستان مشهور او پخوانی چټک توپ اچوونکی این بوټا دی. نوموړي چې ۱۶ کاله یې د انګلستان لپاره لوبې کړې دي، هېڅ نوبال نه دی ترسره کړی.

وروستی یا پینځم هغه لوبغاړی چې په خپل لوبیز کریر کې نوبال نه لري، هغه د آسټرالیا تېز توپ اچوونکی ډینیس الیړي دی. نوموړي آسټرالیا ته ۶۳ یو ورځنۍ او ۷۹ ټېسټ لوبې کړې دي خو په دې ټولو کې یې له اغېزمنې توپ اچونې سربېره هېڅ نو بال نه دی ترسره کړی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.