The news is by your side.

پاکستانیان ټیک ټاک کې غیر اخلاقي ویډیوګانې جوړوي

خبریال وېب پاڼه/ پاکستان هم غواړي چینایي اپلېکشن ټېک ټاک بند کړي

د پاکستان حکومت په خپل هېواد کې د ټېک ټاک کاروونکو ته خبر داری ورکړی چې غیر اخلاقي اړخ لپاره دې یې نه کاذوي.

د پاکستان د مخابراتي شرکتونو د څار او کنټرول ادارې د ټېک ټاک پر استعمالوونکو غږ کړی چې غیر اخلاقي او د اسلام ضد ویډیو ګانې دې نه خپروي.

یادې ادارې ویلي، که هر چا له دې آمر سرغړونه وکړه، د ټېک ټاک اپلېکېشن به په پاکستان کې بند کړي.

د پاکستان د مخابراتو د څار او کنټرول ادارې دا راز له چین هم غوښتي چې په ټېک ټاک کې دې د غیر اخلاقي او اسلام ضد ویډیو ګانې نه اپلوډ کوي.

له دې وړاندې د پاکستان په ګاونډ کې پروت هېواد هند هم په خپل هېواد کې د ټېک ټاک اپلېکېشن بند کړی، د چین او هند تر منځ د سیاسي کړکېچ رامنځته کېدو له امله د هند حکومت په خپل هېواد کې د چین ٥٩ پروګرامونه بند کړل.

ټېک ټاک چې اوس مهال په نړۍ کې زیات کاروونکي لري، پاکستان یې هم یو له ډېرو کاروونکو هېوادونو دی، چې خلک یې د تفرېح او سرګرمۍ لپاره په ټېک ټاک کې ویډیو ګانې اپلوډ کوي.

په روان کال کې په زیات شمېر هېوادونو کې پر ټېک ټاک او پب جي انلاین لوبې زیات وګړي روږدي شوي.

یو شمېر هېوادونو د پب جي لوبه هم تړلې، ځکه چې خلکو ته یې رواني او روغتیایي ستونزې پیدا کړي او یو شمېر ځوانانو د دې لوبو له امله ځان وژنې هم کړي دي.

له یاده دې پاتې نه وي چې په افغانستان کې هم په زیاته کچه نوي ځوانان په ټېک ټاک کې ویډیو ګانې اپلوډ کوي او د ځوانانو سره سره اوس ماشومان هم په پب جي ګېم روږدي شوي، کورنۍ یې له حکومت غواړي چې دا ډول ګېمونه وتړي، ځکه د ځوانانو او ماشومانو رواني او روغتیایي وضعیت یې خراب کړی او د سترګو پر ناروغیو یې هم اخته کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.