The news is by your side.

امریکا سل نورې تنفسي آلې مرسته کوي، پخوانۍ لادرکه دي

خبریال وېب پاڼه/ تازه راپورونه ښیي چې امریکا له افغانستان سره د کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره له افغانستان سره د مصنوعي تنفسي دستګاوو مرسته کوي.

په کابل کې همدا راز د امریکا سفارت ویلي، امریکا له افغانستان سره د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره ٣٦,٧ میلیونه ډالر مرسته ځانګړې کړې

امریکا په داسې حال کې افغانستان سره د میلیونونو ډالرو د مرستې اعلان کړی، چې تر دې وړاندې هم د کرونا وبا سره د مبارزې مرسته شوې پیسې په افغانستان کې ورکې شوې او د یو شمېر چارواکو تر منځ چور شوې.

یاد هېواد د تنفسي دستګاوو یا وینټلاټورونو د مرستې خبر هم داسې مهال ورکوي، چې په افغانستان کې نور مرسته شوي وینټلاټورونه لا هم ورک دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت کې یو سرچینې چې نه غوښتل نوم یې یاد شي، خبریال وېب پاڼې ته وویل، چې له افغانستان سره د خواخوږو هېوادونو له لوري د ٣١٠ مصنوعي تنفسي آلو مرسته شوې، چې له منځه یې شاوخوا ٩٠ تنفسي آلې په افغانستان کې پاتې دي او نورې لا درکه دي.

دا تنفسي دستګاوې د کرونا ویروس یا کووېډ١٩ هغو ناروغانو لپاره مرسته شوي، چې ساه نه شي اخیستلی یا یې په سختۍ اخلي، خو د تنفسي دستګاوو د نه شتوالي او کمښت له امله ډېرو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

تېره میاشت د پژواک خبري آژانس په دې تړاو راپور خپور کړی وو، چې د افغانستان سره مرسته شوي، د مصنوعي تنفس ٣٢ دستګاوې پاکستان ته قاچاق شوي، چې دا راپور د ولس له تود هرکلي او د یو شمېر چارواکو له توند غبرګون سره مخ شو.

د افغانستان سره د مصنوعي تنفس د زیاتو دستګاوو مرستې شوې وې، چې اوس یې زیات شمېر لا درکه دي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم خبر ورکړی وو، چې ٥٠٠ د مصنوعي تنفس دستګاوې یې پېرلي چې ټولو ولایتونو ته به یې ووېشي خو تر اوسه یې څرک نه دی لګېدلی.

اوس مهال د اوایلو په پرتله په افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدل دومره چټک نه دي، او د هوا په ګرمېدو سره دا ناروغي را راکمه شوې ده، خو بیا یې هم په ٢٤ ساعتونو کې د مثبتو پېښو د ثبتېدو خبرونه ورکول کیږي، د افغانستان دولتي او غیر دولتي ادارو کاري ساعتونه هم پخوا ته را ګرځېدلي، حکومت د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو پرېکړه هم کړې ده او ممکن په څو میاشتو کې به د دې ناروغۍ لمن په بشپړه توګه له افغانستان ټوله شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.