د نوي حکومت لومړيتوب
هر حکومت چي نوي حکومتي دوره شروع کوي نو په سر کي ځان ته لومړيتوب ټاکي او اراده يې دا وي، چي په مشخص وخت کي دا لومړيتوبونه سره ته ورسوي.
دا چي تيره ورځ د نوي حکومت پيل وشو نو پکار ده چی ولسمشر محمد اشرف غني ځانته لومړيتوبونه وټاکي، ښاي ولسمشر راتلونکو ورځو کي د لومړيتوبونو په هلکه کانفرانس هم ولري. تر څو خلک د حکومت په کارونو پوه او دقيقه څارنه پيل کړي. دا چي د لومړيتوبونو لړۍ روانه ده، زه هم خپل نظر درسره شريکوم.
زما له نظره نوي حکومت ته بايد لاندې دري موارد لومړيتوب ولري.
1: سوله
نړیواله ټولنه، اسیایي هیوادونه، ګاونډي هيوادونو او امريکا ټول د نوي حکومت نه د سولې تقاضا لري او د خپلي همکاري ډاډ ورکوی. که دا همکاري صادقانه وي او کنه حکومت بايد په تدبیر مخته لاړ شي او د سولې لپاره زمينه مساعده کړي. تير څلويښتو کلونو جنګ عام ولس ډیر ځپلی، افغانان که د هيواد دننه دي او که بهر ټول د سولې غوښتونکي دي. موږ تر هر وخت ډير سولې ته نګدي شوي یوو بين الافغاني مذاکرات شروع کېدونکي دی او که ث ثبات او سولې څښتن شو. حکومت ته پکار ده چی دا زرينه موقع له لاسه ورنکړي او د شته فرصت نه ګټه پورته کړي.
حکومت بايد سولې ته لومړيتوب ورکړي او هر څه عاجل لاس پکار شي.
2: د ټول ټاکنو خپلواکه کميسيونونه
تير 18 کلنۍ ډيموکراسۍ کي مو ډير لوړي ژوري وليدي ډيره څه مو تر لاسه کړل او ډير څه مو له لاسه ورکړل. د دې 18 کلني دورې کثیف ترین اړخ همدا انتخابات وه، چي څلور وارې ترخه تجربه تري لرو. بايد ومنو چي تر اوسه مو چي څومره انتخابات کړي ملت ته یې غم او درد رسیدلي، د انتخاباتو په دوران کي اقتصادي پرمختګ په شاتګ منډه کړي، بېوزلي لا پسې زور واخلي او په نتيجه کې دوه سري حکمتونه جوړ شي. نو حکومت له هر څه عاجل بايد د انتخاباتو کميسونونو کي اصلاحات راولي، اصلاحات بايد د نړيوالي ټولني او زموږ متحدينو هيوادونو په حضور کي تر سره شي تر څو دا ونه ويل شي چی کميسون طرف واقع شوي. کميسونه بايد د بايمټرک سيستم قوي کړي تر څو يو رايه هم ضايع نشي، د انتخاباتو راتلونکي پروسه بايد سل په سلو شفافه وی. نوي حکومت بايد د کميسون بوديجه له دولتي عوايدو پوره کړي، که چیرې موږ کميسونونه له بودجوي لحاظ مستقل کړو نو د پرديو هيوادونو او نړيوالو ټولنو لاس وهنه به مو بند کړي وي او بیا به په رښتيا مستقل کميسيونونه ولرو.
د انتخاباتو کمیسون اصلاحات بايد د حکومت په لومړيتوبونو کي اوسي.
3: ګوندي سیاست ته وده ورکول
په سیاسي لحاظ خلک په مختلفو ډلو ډلګيو ويشل کيږي او هره ډله غواړي ځان په بل پياوړي وښې. دا ډلي کله د قوم رنګ لري کله د ټولنو په شکل او کله هم د ګوندونو په شکل سره ويشلي وي. بی له شک چي موږ ګوندونه لرو او بې شميره ګوندونه لرو خو نه د اکثرو ګوندونو مرام او لاحيه عمل په ملي ګټو راڅرخي او نه هم حکومت هڅه کړي چې ګوندې سیاست مروج کړي. په دی کی هيڅ شک نشته چی د دونيا اکثره هیوادونه ګوندی سیاست مخته وړي او د عوامو یو غټه کتله حکومت ګټي او حکمراني کوي. برعکس زموږ سياستوال په پنځه کلونو کی یو وار عوامو ته رجوع کوي او د رایو غوښتنه تري کوي، دې ډول سیاست هم سياسونو ته مشکلات جوړ کړي او هم عوامو سرګردانه وي چي چاته رايه ورکړي او په چا باور وشي؟ که يو غټه کتله خلک په يو ګوند کي سره راټول وي او ټول يو مرام ته کار وکړي نو حکمتونه کولي شي په ارامه خپل حکومتداري وکړي. د نوي حکومت لومړيتوب بايد ګوندونو او ګوندي سیاست ته وده ورکول وي، کوشش بايد دا وي چی راتلونکی پارلمانې ټاکنی د ګوندی سیاست په سيستم مخته لاړ شي. ګټه به ېې دا وي چې د هر ګوند کړنې به عوامو ته معلومي وي او د هغه په اساس به خپل نمايندګان ټاکي تر څو د دوی ښه استازيتوب وکړي.
د ګوندی سیاست پوري يو کيسه رایاده شوه.
يو وخت مي ملګرو سره بحث درلود دوي ويل چی امریکا نه غواړي داسي کس ولسمشر شي، چي د ګوند غړيتوب ولري. په اوله دوره کي کرزي چي کوم قوي ګوندی سابقه یې نه لرله ولسمشر شو او يونس قانوني څنډې ته شوه. په دوهمه دوره کی چی عبدالله او کرزي سره ښکر په ښکر شول بیا هم په کرزي اعتماد شو او عبدالله عبدالله څنګ ته شو ځکه چی جمعيت ګوند پوري تړلي وه. په دریمه دوره کي چي د پښتنو له اړخ نه انورالحق احدی يو پياوړي کانديد وه، ځکه ډیره توجه ورته ونشوه چی د افغان ملت ګوند پورې تړلي وه او اشرف غني ته لاره خلاصه شوه. ښاي دا پورته بحث هسي هوايي وي، خو که ومنو چي رښتيا هم په دي ضعیف ګوندونو کی نور ملکونه دومره ويره لري، چی ولسمشر بايد د ګوند پورې اړه ونلري نو فکر وکړي که چیري موږ قوي او با نفوذه ګوندونه ولرو نو په سیاسي ژوند کي مو څومره په لوړه کچه بدلونونه راتلي شي.
نوي حکومت او ولسمشر غني کولي شي لکه ډاکټر نجيب يو قوي او همه شموله ګوند ايجاد کړي او د خلکو حمايت ځان سره ولري.
هم د عوامو خير پکي وينم
هم د سياسونو.
لومړيتوبونه ډير دی، ما هغه نښه کړي، چي حکومت جدي توجه ورته وکړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.