The news is by your side.

ډیورنډ! د افغان پوځ په تازه برید کې پاکستان خپل تلفات ومنل

خبریال وېبپاڼهد پآکستان پوځ وايي چې پر ډیورنډ کرښه د افغان امنیتيسرتېرو په یوه برید کې پاکستاني پوځیان په نښه شويدي .

د پاکستاني پوځ له مطبوعاتي‌ دفتره خپره شوې اعلامیه کاږي چې افغان پوځ د باجوړ سره نېژدې پاکستانيپوځیان په نښه کړي دي.

پوځ په خپله خبر پاڼه کې ویلي چې نایک سمیع الله هلاک شوی دی؛ خو د نرو ټپي پوځیانو په اړه یې معلومات نه دي ورکړي‌.

پاکستان چې په دې وروسیو کې یوځل بیا پر افغان خاوره د خپلو توپونو خولې را خلاصې کړي‌ دي‌؛‌تر بل هر وخت دافغان ولس له سخت نفرت سره مخامخ دی .

افغانان په دې باور دي چې پاکستان د افغانستان دښمن هیواد دی او په هر ډول چې کېږي‌ هڅه یې دا روانه وي‌ چې افغانستان ته زیان ورواړوي‌.

افغان حکومت تر دم ګړیه د پاکستاني‌پوځ وروستۍ اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو اکثره وخت افغان امنیتيساتونکي پر خپلو دښمنانو (پاکستاني پوځیانو) ځوابي‌ بریدونه کوي‌ چې د پاکستاني پوځیانو د د هلاکت سبب ګرزي‌.         

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.