The news is by your side.

یو میلیون ډالر ګټونکی ولې پیسو اخیستلو ته نه حاضریږي ؟‌

خبریال وېبپاڼه – ښايي دا په نړۍ کې ډېر لږ پېښ شوي وي چې یو کس دې یو میلیون ډالر ګټلي‌ وي او په ځان دې نه وي خبر.
دا پېښه له یوه بریتانوي سره شوې ده چې د دبۍ په یو ډیوټي‌ فري دکان کې د روانې جولای میاشتې پر ۱۸ نېټه لاوټري ‌اخیستې او نور غایب شوی دی .‌

دا کس بوت نومیږي‌ او یو میلیون ډالر یې ګټلي‌ دي؛‌ د متحده عرب اماراتو چارواکي‌ وايي چې یاد کس د تېري سه شنبې په ورځ یو میلیون ډالر ګټلي‌ خو تر اوسه نه دی موندل شوی .‌

د دبۍ چارواکي‌ له بریتانیا حکومت سره هم په تماس کې شوي دي چې لاټري‌ ګټونکی کس ورته پیدا کړي او د هغه ګټل شوي‌ یو میلیون ډالر وروسپاري.

بوت ۱۴ بریتانوی دی چې د یو میلیون ډالرو لاټري یې ګټلې ده: تر ده وړاندي‌ ۱۳ نورو بریتانویانو هم د دبۍ په نړۍ وال هوايي ډګر کې د لاټرۍ د ټکټونو په وسیله میلیونران شوي وو.‌

په وروستۍ لاټرۍ کې چې بوت نومي ‌کس پکې یو میلیون ډالر ګټلي درې نورو کسانو لوړبیه موټران هم ګټلي ‌دي.

لاټري چې په ټوله نړۍ کې یو دود دی د نړۍ ډېر نېستمن مالداره کړي دي؛ خو یوازي‌د هغه هیوادونو په لاټري باندې اعتبار شونی دی چې د فساد کچه ورکې ټیټه یا صفر وي.

په اروپا او بریتانیا کې هره ورځ د لاټري له لارې خلک په زیاته اندازه پیسې ګتي چې د ډېرو پیسو ګټونکې یوه وړه برخه د مرستې په ډول مرستندویه ټولنو ته ورکوي ‌او پاتې نوري‌ بیا په خپله پرځانونو لګوي‌.

لاټري د نړۍ په بیلا بیلو هیوادو نو کې لويي‌کمپنۍ د مارکیټینګ په موخه هم کاروي خو په اکثره هیوادونو کې بیا په کار اوبار اوښتې ده .

افغانستان هم په خوا د لاټري یو فعال سیستم درلود چې د سرې میاشتې له لوري‌ به په کار اچول کېده خو اوس هغه سیستم هم د ډېرو نورو ادارو په ډول فساد خوړلی دی .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.