The news is by your side.

ایا طالبان به نن وکولی شي د حکومت ١٠٠٠ بندیان خوشې کړي؟

خبریال وېب پاڼه/ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون ویلي و، طالبان به له اختر وړاندې یعنې نن د عرفې پر مبارکه ورځ د افغان حکومت د ١٠٠٠ بندیانو د خوشې کولو لړۍ بشپړه کړي.

نوموړې زیاته کړې، چې په بغلان او لوګر ولایتونو کې یې له بندخونو هم د افغان حکومت ٢٧ بندیان ازاد کړي دي.

خو په نړیواله کچه له طالبانو د بندیانو د خوشې کولو اساسي غوښتنه نه، بلکې د اوربند د غځولو غوښتنې کیږي، چې درې ورځنی اوربند دې لس ورځو ته وغځوي څو افغان حکومت هم وکولی شي، د دوی زرګونه طالب بندیان ازاد کړي.

امریکا چې د افغان سولې لپاره د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو لپاره د یو پل په توګه دی، ټولو چارواکو یې له اوربند هرکلی او له طالبانو یې غوښتي چې اوربند دې وغځوي او له افغان حکومت سره دې بین الافغاني خبرې ژر پیل کړي.

طالبانو تر دې وړاندې هم له لوی اختر وروسته په مشروط ډول د بین افغاني خبرو پیل خبر ورکړی وو، خو په دې شرط چې د دوی پوره ٥ زره بندیان ور ازاد شي.

اوس مهال د بین الافغاني خبرو پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د بندیانو د تبادلې مسله ده، چې د دواوړو خواوو له لوري به یې د لړۍ په بشپړولو سره بین الافغاني مذاکراتو ته څه نه څه لار هواره شي.

له بل لوري بین الافغاني مذاکراتو ته د رسېدو لپاره اساسي خنډ د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي نه کموالی دی، کنه نو ممکن د دې دواړو خنډونو په ژر لېرې کولو سره اوس بین الافغاني مذاکرات لا له وړاندې پیل شوې وی.

اوس مهال افغان حکومت او طالبان د لوی اختر په مناسبت په درې ورځني اوربند سره سلا شوي دي، خو د افغان حکومت له لوري د لس ورځني اوربند وړاندیز ورته شوی.

د دواړو لوریو ترمنځ به د اوربند لومړۍ ورځ سبا د لوی اختر په مبارکې ورځ پیلیږي او تر درېیمې به دوام کوي، طالبانو خپلو جنګیالیو ته د افغان حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته د نه تللو امر کړی او طالبانو او افغان حکومت د اوربند په تړاو په اعلامیو کې ویلي، که د هر لوري له خوا برید وشو ځواب به یې ورکوي.

عام افغانان هم درې ورځني اوربند ته خوښ دي او وایي، د لوی اختر درې ورځې به هم په ارامۍ او سوکالۍ کې تېر کړي او له طالبانو غواړي چې د بین الافغاني مذاکراتو تر پیله اوربند وغځوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.