The news is by your side.

پاکستان کې دوه تابعیته چارواکي ولې دندې پرېږدي؟

خبریال وېب پاڼه/ د پاکستان هېواد د لومړي وزیر دوه تابعیته سلاکارانو دندې پرېښودې.

پاکستان کې د دوه تابعیته حکومتي چارواکو پر خلاف په خواله رسنیو کې څو ورځني کمپاین د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان دوه ځانګړي مشاورین له دندو استعفا کولو ته مجبور کړل.

پاکستان هېواد کې د حکومتي دوه تابعیته چارواکو د استفعا موضوع داسې مهال راپورته کیږي چې د همدې جولای میاشت کې د پاکستان حکومتي چارواکو او په ځاګړې توګه د لومړي وزیر د مشاورینو د دوه تابعیت او شتمنیو په تړاو ځای ځای راپورونه خپاره شول.

پاکستان کې خلکو د داسې چارواکو پر خلاف په خواله رسنیو کې کمپاین پیل کړ څو له دندې ګوښه شي، د پاکستان دوه تابعیته چارواکي د حکومت د پیسو په لوټ او بهر ته یې پر لېږدولو تورن شول.

د پاکستان د لومړي وزیر دوه ځانګړو سلاکارانو چې دندې یې پرېښي، لامل یې د خپل هېواد او خلکو په ګټه بللې.

په هر هېواد کې د حکومتي چارواکو تر منځ دوه تابعیته شتون لري، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د برحاله حکومت په چارواکو کې یې زښت زیات دوه تابعیته چارواکي شته.

د افغانستان دوه تابعیته چارواکي چې په ولسمشرۍ ماڼۍ، کابینه او وزارتونو کې پر بېلابېلو بستونو دندې ترسره کوي، افغان ولس ترې راضي نه دی، ځکه له افغانستان سره د بهرنیو هېوادونو له لوري زرګونه مرسته شوي ډالر د دوه تابعیته چارواکو په لاس بهر ته د خپلو ګټو او پانګونو لپاره صادر شوي.

عام افغانان نیوکه کوي، چې په هېواد دننه بې وزله خو مستحق ځوانان بې دندو ګرځي او له بهر راغلي دوه تابعیته لوستي چې د بهر ته د پیسو په انتقال او فساد کې لوی لاس لري، پر لوړو بستونو ګومارل کیږي.

که چېرې افغانان هم په خواله رسنیو کې د دوه تابعیته چارواکو پر ضد را ولاړ شي، ممکن د پاکستان هېواد په څېر مثبته پایله ورکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.