The news is by your side.

لوګر:پر بهرنیو ځواکونو موټر بم برید سوی

په لوګر ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په موټریز کاروان موټر بم برید سوی، چې له امله یې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر د امنیه قوماندانۍ  ویاند شاپور احمدزي خبریال ته وویل ، دغه برید پرون مازیګر شاوخوا ۶ بجې د لوګر ولايت مرکز اړوند د حامد کرزي لیسې ته څېرمه د امریکايي ځواکونو د موټرو په کاروان سوی.

نوموړي وایی، په دغه برید کې یوه مېرمن او یو ماشوم چې په لاره پلي روان و، وژل سوي او درې نورې مېرمنې ټپیان سوې.
امریکايي ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي.