The news is by your side.

ډیورنډ ! د افغان وګړو او پاکستاني ملېشو جګړه روانه ده

خبریال وېبپاڼه ! پر ډیورنډ کرښه تر دم ګړیه د (۲۰) افغانانو د مرګ ژوبلي خبر ورکړل شوی خو د پاکستاني پوځ د هلاک شویو کسانو شمیر لا نه دی روښانه.

افغان ځوانانو د چمن دروازه نړولې او د پاکستاني پوځ تاسیساتو ته یې اور ورته کړی دی .‌

خبریال وېبپاڼې ته رارسېدلي راپورونه ښيي چې له شا وخوا سیمو ځوانان له له وسلو او تبرونو سره دې غزا ته وروتلي‌ دي.   

پاکستاني پوځ یوه افغانه مېرمن او دوه کسان په ګولیو غلبیل او شهیدان کړي دي‌. .‌

د پوځ له قلعې نه په پراخه پیمانه پاکستاني پوځیان راوتلي‌او پر عامو خلکو ډزي‌ کوي‌.‌

مساپر له تېرو څو ورځو راهیسې د چمن- سپین بولدک د لارې د خلاصېدو غوښتنه کوله، خو داسې ښکاري چې نن یې صبر تمام شوی او پر دروازه یې د افغانستان لوري ته د اوښتو هڅه کړې ده.

له سیمې رپوټونه وایي‌ چې دې نښته کې د ځینو کسانو وژل کېدو ترڅنګ یو شمېر احتجاج کوونکي او نور مساپرو ژوبل شوي هم دي.

په چمن کې ځايي خبریال نور زمان اڅکزی  وايي درې کسان شهیدان  شوي دي او اخ و ډب لاهم روان دی. ښاغلی اڅکزی وايي، په شهیدانو کې  یوه مېرمن هم ده.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.