The news is by your side.

سعودي پولیسو(936) حاجیان نیولي‌ دي

خبریال وېبپاڼه – د سعودي‌ عربستان پولیسو ومنله چې نن او پرون یې (936) حاجیان نیولي‌ دي‌. سږ کال ټول ټال (۱۰۰۰۰) لس زره حاجیانو ته

 د زیارت کولو اجازت ورکړل شوی او د هغوی له جملې یې نهه سوه شپږ دېرش پولیسو نیولي‌ دي‌.

د عربستان رسنۍ وايي چې نیول شویو حاجیانو هغه مقدسو ځایونو ته د ورتګ هڅه کړې چې ورتګ ممنوع اعلان شوی وو.

پر نیول شویو جاجیانو به لويي جرمانې ولګول شي؛ خو تر اوسه لا ددغو جرمانو اندازه نه ده په ډاګه شوې؛ البته له تېري‌جون میاشتې را هیسته بیا بیا د سعودي د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ممنوع مقدسو ځایونو ته ننوتونکي کسان به لږ ترلږه (۱۰۰۰۰) سعودي ریاله جرمانه ورکوي.‌

سږ کال د حج د مقدسې فریضې اداکولو ته له بهرنړۍ څوک نه دي تللي؛ خو هلته موجود د سعودي عربستان لس زره کسانو ته د حج کولو اجازت ورکړل شوی دی؛ په لس زره حاجیانو کې (۷۰) په سلو کې هغه بهرنیان دې چې سعودي‌کې ژوند کوي ‌او (۳۰) په سلو کې عرب مسلمانان دي.

دا په تیره یوه پیړۍ کې لومړی ځل دی چې د حج په فرضي مراسمو کې د بهرنیو اتباعو په ګډون بندیز لګیدلی دی.

هر کال د نړۍ له مختلفو سیمو څخه ۵.۲ میلیونه مسلمانان ( سني، شیعه او د اسلام د نورو فرقو لارویان) د حج مراسم ترسره کوي. هغوی یوځای ډوډۍ خوري، لمونځ کوي او د دعا لاسونه پورته کوي.

خو سږ کال حاجیان یوازې کولای شي د هوټل په کوټو کې ډوډۍ وخوري او له یو بل څخه د واټن په مراعت کولو لمونځ وکړي. د سعودي عربستان دولت ټولو زیارت کوونکو ته د سفر، اوسیدو او صحي خدماتو اسانتیاوې برابرې کړي دي.

سعودي عربستان د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي په هدف ، د حج د مراسمو پرمهال حاجیان د کعبې له مچولو او لمس کولو منع کړي دي او د ماسک اغوستل او د فزیکي واټن مراعاتول یې د خپلو تدابیرو په سر کې راوستي دي.

حاجیان باید په ډبره د شیطان د وهلو لپاره له هغو تیږو کار واخلي چې له وړاندې مکروب ضد درمل پرې وهل شوي دي. په دغه ځای کې یوازې په یو وخت ۵۰ زیارت کوونکي کولای شي یوځای ووسي.

سعودي عربستان تر اوسه په کرونا ویروس د ۲۷۰۸۳۱ کسانو د اخته کیدو او د څه باندې ۲۷۰۰ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

د یوې پېړۍ ترو ټولو نابلده د حج فریضه !

سږ کال به یوازې سعودي مېشته مسلمانان حج کوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.