The news is by your side.

لوګر چاودنه ! تلفات تر (۵۰) واوښتل

خبریال وېبپاڼهدافغانستان پلازمېنيکابل ته څېرمه لوګر ولایت کې د ماښامني موټر بم په پایله کې تر دم ګړیه د (۱۵) کسانو شهادت او د (۳۶) نورو ټپي کېدل تاید شوي‌دي .

د لوګر د ملي‌امنیت یوې سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وویل چې دا موټر بم وو او د لوګر د مرکز پلي عالم په زړه کې د ولسي‌وګړو په میانځ کې وچاودېدو.‌

ملي‌امنیت وايي چې ددغه موټر بم په اړه یې له وړاندي‌معلومات لرل، خو دا چې ځانمرګی یو انساني بم وي نو کنټرول یې اسانه نه دی .‌

بل لورته په کابل کې یوه خبریال چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ‌خبریال وېیپاڼې ته وویل چې طالبانو په لوګر کې دا چاودنه ځکه وکړه چې د من له موضوع نه

دافغان رسنیو مخ واړوي‌.

خبریالان وايي چې د جګړې عاملین وسله وال طالبان دي او په افغانستان کې د هرې ورته پېښي مسئولیت باید دوی ته ورتر غاړې شي‌.

که څه هم تر دم ګړیه طالبان پټه خوله دي؛ خو دا وسله واله ډله چې کله هم په کوم برید کې ولسي وګړو ته تلفات واوړي بیا یې مسئولیت نه اخلي .

د اختر په مباکره شپه په چمن کې (۱۰۰) کورنۍ پښتانه د پاکستان ظالم او جابر ریاست د غم پر ټغر کښېنول او په لوګر کې بیا د پاکستان اسلامي‌ځواک (طالبانو) تر (۵۰) زیاتې افغان کورنۍ د غم پر ټغر کښېنولې .
ځای خلک وايي‌ چې د لوګر چاودنه دومره ځواکمنه وه چې د ښار د شاوخوا لوړو ودانیو ښېښې راتوی شوې او د چاودنې سره هم مهاله د ښار له هرې برخې د ماشومانو د چیغو اوازونه را اوچت شول .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.