The news is by your side.

بولدک: پر پاکستاني پوځ د افغان ځواکونو مرګونی برید !

خبریال وېب پاڼه – افغان امنیتي ځواکونو هغه پاکستاني پوځیان هلاک کړل چې پر ډیورنډ کرښه یې سپین بولدک ولسوالي‌ته پر اوښتو مسافرو د شا له خوا ډزي‌کولې .‌

یو شمېر مسافر پاکستاني پوځیانو د شا له خوا ویشتي دي ، خو ډېری نور بیا دافغان ځواکونو له لوري‌بچ کړل شو دي .

په سپین بولدک ولسوالي کې یوې امنیتي سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د دښمن هیواد (پاکستان) عسکرو پر هغو بېګناه مسافرو د شاله خوا ډزي ‌کولې چې تر ډیورنډ کرښه د سپین بولدک ولسوالي‌ته اوښتي ‌وو.

سرچینه وايي چې د افغان امنیتي‌ځواکونو له برید سره سم یوشمیر پاکستاني پوځیان په ګولیو ولګیدل چې نور یې مرستې ته راغلل او خپل هلاک شوي‌او ټپي پوځیان یې انتقال کړل .

افغان ځواکونو وروسته له هغه پر پاکستاني ملېشو بریدونه کړي چې هغوی په سپین بولدک ولسوالي‌کې دننه پر عامو خلکو د توپکو خولې را خلاصې کړې .

ډیورڼډ: تلفات (۸۲) ته لوړ شول

خبریال وېبپاڼه: پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ملېشو او افغان ځوانانو ترمنځ سخته جګړه لا هم روانه ده؛ خبریال وېبپاڼې ته رارسېدلي‌ راپورونه ښيي چې (۲) مېرمنې (۲) ماشومان او درې(۳) نارینه تر دم ګړیه شهیدان شوي ‌دي ‌او(۷۵) نور ټپیان دي‌.

په سیمه کې د خبریال ډاټ کام همکار وايي چې پنجابي ملېشو ته هم درانه تلفات او ښتي او د هلاک شویو پوځیانو مړي یې لیدلي دي .

جګړه وروسته له هغه پښتنو ځوانانو پیل کړه چې پاکستاني پوځیانو پر یوه افغان مېرمنه ډزي‌وکړې او ټپي یې کړه .

غصه ناک افغان ځوانان په خالي‌لاسونو پر پاکستاني پوځ ورغلل او د هغوی تاسیساتو ته یې اور ورته کړو.

د لويي‌ګیټ په خوا کې دروازه یې ماته کړه او (لراوبر) یې سره یو کړل .

پاکستاني پوځیانو په ډېره بېرحمانه ډول پر افغان ځوانانو ګولۍ وچلوې چې تر (۸۰) زیات سپین .ېري ، ځوانا ، ښځې او ماشومان یې وویشتل .

ناوخته ماښام د افغانستان زړورو سرحدي پولیسو د خپل ولس په ملاتړ پر پاکستاني ملېشو د خپلو توپکو خولې ورخلاصې کړې او ګڼ پآکستاني پوځیان هلاک شول .‌

دواړه لوري‌ی پر بل ډزي کوي .‌
جګړه روانه ده نور معلومات به ورسته درسره شریک کړو .

   

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.