The news is by your side.

کرونا وایرس د امریکا يي سندرغاړې زرګونه مینه والو ته ګواښ

خبریال ویب پاڼه / په نړۍ واله وبا اوښتې کرونا وایرس د مشهورې امریکايي سندرغاړې میډونا زرګونه مینه وال د سخت خوابديکړل .‌

سندرغاړې میډونا پرېکړه کړې وه چې یوه د موسیقي میله یا کنسرټ په د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې ورکړي ، خو د کرونا وایرس د خپراوي له کبله فرانسې د آغلې میډونا مېلې ته اجازه ورنکړه .

ټاکل شوې وه چې د میډونا دغې د موسيقيمېلې ته ۲۸۰۰ کسان ورشي ، خو په فرانسه کې پر موسیقي پروګرامونو؛ مذهبيغونډو؛سیاسي او اجتماعيلویو مظاهرو بندیز ولګول شو .‌

د فرانسې د حکومت دا پرېکړي د سندرغاړې میډونا مینه وال سخت مایوسه کړل او نوموړې خپل مېله کنسل کړه .‌

کرونا وایرس چې اوس په ټوله نړۍ کې یوه وبا اعلان شوه ؛ تر ډېره بریده د ۹۱ هیوادونو پرته په ټوله نړۍ کې خور شوی دی .‌

دې ویروس د سوداګرۍ ترڅنګ فلمي نړۍ هم تر اغیزې لاندې راوستی دی.

د راپورونو له مخې د کرونا ویروس د هالیووډ د مشهور فلم (مېشن ايمپاسېبل ٧) ثبت له ځنډ سره مخ کړی دی.

راپورونه وایي یاد ویروس د ايټاليې په وينس ښار کې د دې فلم دثبت چارې درولې دي.

د دغه لړۍ دا مشهور فلم د ايټاليې په وينس ښار کې جوړېږي، خو په ايټاليې هېواد کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته يې ثبت له ځنډ سره مخ شوی دی.

میډونا د نړۍ یوه له هغه ښځینه هنرمندو څخه ده چې سلګونه زره مینه وال لرياو تر ډېره بریده یې د ښې سندرغاړې لقب خپل کړی دی .

هغه اوس ددې انتظار باسي چې د کرونا لمنه ټوله شيدا به بیا هم د اروپاپه پاریس ښار کې خپله مېله جوړوي .

د هنر یوازيدا څېره نه ده چې ددغه موزي او خورېدونکيناروغيله کبله ځنډېدلې ده بلکه تر دې وړاندي هم ګڼ نورو سندرغاړو د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې خپليمېلې کنسل اعلان کړې دي .

کرونا وبا په اروپا او امریکا کې مذهبي پروګرامونه هم ځنډوليدي او اوس د عیسويمذهب پیروانو ته هدایت شوی چې د یک شنبې ورځيعبادتونو ته ديچرچونو ته نه ځيبلکه مذهبي مشران به ورته آون لین عبادت ورکوي‌.‌

ډبلیو ایچ او یا د روغتیا نړۍ وال سازمان اعلان وکړ چې کرونا وایرس یوه نړۍ واله وبا ده او د وبا په څېر چلند دي ‌ورسره وشي .

د روغتیا د نړۍ وال سازمان ډایرکټر ټیډروس ایډهانوم Tedros Adhanomوايي چې دا وایرس اوس په نړۍ واله کچه په تېزي سره په پراخېدو دی او باید مخ نیوی یې وشي .

  ډاکتر ډیډوس د نړۍ پر ټولو هیوادونو غږ وکړ چې د کرونا وایرس هر اخته ناروغ ته دي رسیده ګي ‌وکړي‌ او بېړني اقدامات دي وشي .

د کرونا وایرس له کبله اوس د نړۍ په لر اوبر کې اقتصاد هم سخت زیانمن شوی دی .      

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.