د بندیانو خوشي کول څلور پنځه میاشتې وخت نیسي
خبریال ډاټ کام/ د ولسمشر غني ارشد سلاکار فضل فضلي وايي، د طالب زندانیانو خوشي کول د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمولو پورې مشروط دي.
فضلي پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې تر اوسه پورې یو طالب زنداني هم نه دی خوشی شوی او که طالبان د تاوتریخوالي کمولو شرایط ونه مني، زندانیان نه خوشي کېږي.
نوموړي لیکلي« تر اوسه پورې یو طالب زنداني هم نه دی خوشې شوی، د طالب زندانیانو د خوشې کولو په اړه د جمهوررئیس صادر شوی فرمان مشروط دی.
اول شرط یې دا دی چې دا هر څه به د یو زماني جدول په اساس کېږي چې هغه څلور پنځه میاشتې وخت نیسي.
دویم عمده شرط یې دا دی چې د هرې ډلې زندانیانو په خوشې کېدو سره به په ټول سرتاسر افغانستان کې د ملاحظې وړ تاوتریخوالی کم شوی وي. هغسې لکه موږ چې د تاوتریخوالي د کمېدو په اونۍ کې تجربه کړل. له نیکه مرغه موږ د تاوتریخوالي د کمېدو په اونۍ کې د ټول هېواد په سطحه د تېر په پرتله ۲۰۰کم شهیدان لرل.
درېیم شرط دا دی چې د طالبانو همدغه عمده برخه یعنې درې نیم زره زندانیان به له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو د دوام په لړ کې خوشې کېږي، چې تر اوسه دغه مذاکرات پيل شوي ندي.
دغو شرایطو ته په کتو سره که چېرې د فرمان شرایط ومنل شي نو په راتلونکو څو میاشتو کې به د زرهاوو افغانانو د وژلو او وینې تویدو مخنیوی وشي، اما دا چې طالبانو زموږ د دغسې حسن نیت په ضد اعلامیه ورکړې ده، داسې ښکاري چې دوی دغو شرایطو ته اماده ندي، جمهوررئیس په دې ټینګار کړی دی چې موږ د طالب زندانیانو د خوشې کولو په بدل کې باید ولس ته یوه ډالۍ ولرو او هغه د تاوتریخوالی کموالی دی، که دغه شرایط ونه منل شي زندانیان نه خوشې کېږي.
یادونې وړ ده چې تېره ورځ د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د طالب زندانیانو خوشي کول به د هغه چوکاټ پر اساس چې حکومت تر لاسه کړی خوشي کېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې افغان حکومت تر اوسه پورې د تېرې کړې هوکړې پر اساس په خپلو ژمنو ولاړ او امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي.
خو په وینا یې که طالبان بیا هم تاوتریخوالی کم نه کړي، نو افغان حکومت او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به په ورته عمل لاس پورې کړي او په هغه وخت کې به بیا د سولې تړون د ماتېدو پړه پر طالبانو وي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.