امریکا له اروپا سره یوه میاشت په تګ راتګ بندیز ولګاوه
خبریال ډاټ کام/وروسته له هغه چې کرونا وژونکي ویروس د امریکا په تر ۳۰ زیاتو ایالتونو کې خپور شو او دا سرعت لا هم ګړندی روان دی، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ له اروپا سره په تګ را تګ باندې د ۳۰ ورځو لپاره بندیز ولګاوه، خو انګلستان په دې امر کې مستثنی دی.
د کرونا ویروس اوس په یوه نړیواله وبا بدل شوی دی چې له آسیا (د چین له ووهان ښار) څخه یې سرچینه واخیسته او په خورا چټکۍ د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسېد. په دغه ویروس باندې تر دې دمه په نړیواله کچه تر ۱۱۷ زره زیات کسان اخته شوي دي چې ډېره قرباني یې چین او بیا ایټالیا ورکړې ده.
د امریکا د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه له هغه څو ګړۍ وروسته وشوه چې د روغتیا نړیوالې ادارې وویل چې دا ویروس به اوس د نړۍ په هره برخه کې خپرېږي. د ادهانو ګبریسوس په نوم یوه ډاکتر ویلي چې په تېرو دوو اونیو کې له چین څخه بهر د کرونا خپرېدل ۱۳ برابره لوړ شوي دي.
تر دې مهاله امریکا کې د کرونا کابو ۱۱۳۵ پېښې ثبت شوې چې ۳۸ کسان یې وژلي هم دي. هېره دې نه وي چې د نوي فرمان له مخې امریکايي وګړي او لومړۍ درجه خپلوان یې او همداراز هغه کسان چې امریکا کې د استوګنې شین کارت ولري او د کورونا سمه معاینه یې شوې وي برتانیا ته تللی شي.
په برتانیه کې تر اوسه د کرونا ۴۶۰ پېښې ثبت شوې دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.