The news is by your side.

چین د کرونا لپاره ځانګړي شوي روغتونونه تړي

خبریال ډاټ کام/کرونا ویروس د چین له ووها ښار څخه د وژنو څپه را پیل کړه، خو اوس د چین خلقي رژیم د دغه ویروس پر وړاندې دومره مبارزه وکړه چې ورڅخه د خلاصېدو په حال کې دی. دوی وایي چې په نیږدې راتلونکي کې به د کرونا ویروس لپاره ځانګړي او په بېړني حالت کې جوړ شوي روغتونونه وتړي.

په چین کې له ۸۰۷۹۶ کسانو څخه ۶۲۸۰۸ کسان یې بېرته ترې جوړ شوي او خپلو کورونه ته استول شوي دي او په تېرو څو ورځو کې په دغه هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو ګراف هم په بې سارې توګه را کم شوی دی. د معلوماتو له مخې داسې ویل کېږي چې چین به خپل متخصصین ایران او ایټالیا ته د ناروغانو درملنې ته استوي.

کرونا ویروس په دې وروستیو کې لویدیځو هېوادونو کې په خورا چټکۍ سره د ودې او خپرېدو په حال کې دی. څینې فعالان او پوهان دعوه کوي چې ګواکې کرونا یو بیولوژیکي ښکېلاک دی چې د ځینو زبرځواک هېوادونو لخوا پر خپلو سیالانو باندې کېږي خو په دې وروستیو کې د نړۍ هرې برخې ته په بې سارې توګه د خپرېدو په لړ کې دا ادعا غلطه ثابتېږي او د روغتیا نړیوال سازمان هم یوه نړیواله وبا وګڼله.

په افغانستان کې هم د کرونا ۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي خو په ورته وخت کې له ایران نه په کم سارې توګه د مهاجرینو او مزدورانو په راتګ سره د کرونا د تیت کېدو او زیاتېدو وېره لا زیاته شوې ده. دولتي چارواکي د ټاکنیز بحران په حل کولو لګیا دي او ولس د یوې سترې وبا پر وړاندې په لوی کړنګ ولاړ دی. دا چې مخکې څه به کېږي، وخت به یې ثابته کړي خو په ټولنیزو رسنیو کې د روغتیایي نړیوال سازمان او نورو صیحي بنسټونو لارښوونې او سپارښتنې لاس په لاس کېږي تر څو عام وګړي په نسبي توګه د یادې شوې وژونکې ناروغۍ پر وړاندې خپل دفاعیه دریځ غښتلی کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.