The news is by your side.

اشرف غني‌ د زلمي‌ خلیلزاد تر سخت فشار لاندي دی

خبریال ویب پاڼه / د امریکا د متحده ایالاتو له لوري ‌افغانستان سولي ‌ته ټاکل شوی زلمی خلیلزاد اوس د طالبانو تر سوله ور هاخوا د اشرف غني ‌او عبدالله عبدالله په سوله کې زیات ښکیل شوی دی .‌

د ارګ سرچینې وايي‌ چې زلمی خلیلزاد ظاهرآ هڅه کوي‌ چې غني‌ او عبدالله سره خوشحاله کړي‌؛ ځیني ‌ارګ مېشتی د ښاغلي‌ خلیلزاد هڅو ته دشک په سترګه ګوري‌.

د ارګ یوې سرچینې خبریال ډاټ کام ته وویل چې د ولسمشر غني‌او «ځان بلونکي‌ ولسمشر» عبدالله عبالله سره ښاغلي‌ خلیلزاد بیا بیا لیده کاته کړي‌ دي‌.

ارګ وايي چې د زلمي‌ خلیلزاد هڅه داده چې عبدالله د غني ‌په حکومت ورګډ کړي‌او تر دم ګړیه عبدالله ته د ۴۰ فیصده حکومت ژمنه ورکړل شوې ده .

زلمی خلیلزاد هم وايي‌ چې د یوه واحد حکومت د جوړېدو هڅه کوي‌؛ نوموړي‌ تېره ورځ وویل «باید دوی دواړه ډاکتر صیب عبدالله او ریس جمهور اشرف غني‌ ژر ترژره توافق سره وکړي‌ ؛ ځکه اوس دافغانستان لويي ګټي‌او مسایل مطرح دی . موازي ‌حکومت د افغانستان ‍په زیان دی او خلک دا نه غواړي‌ چې بیا پخوانی تاریخ تکرارشي؛ خلک په وېره کې دي‌.»

د زلمي‌ خلیلزاد او افغان حکومت ترمنځ د سولي‌ پر پروسه پخوا اختلافات موجود وو؛ ښايي ‌دا علت به وي چې اوس هم دافغانستان حکومت یا په بله معنا ارګ د زلمي ‌خلیلزاد د عبدالله سره د سولي‌ هڅو ته دشک په سترګه ګوري‌.

 عبدالله عبدالله له لوري ځان بللې ولسمشري‌ اعلانول اوس د ډېرو لپاره په ټوکه بدل شوی عمل دی او خلک وايي‌ چې د عبدالله عبدالله ددغه عمل جزا باید هغه ته ورکړل شي ‌.خو اوس داسي‌ ښکاري‌ چې دا ټوکې ته د عمل جامه اغوستل کېږي‌.

عبدالله عبدالله د ولسمشر غني‌ حکومت نه مني‌او په سپیدار ماڼۍ کې ناست دی او ځان ته ولسمشر وايي ؛ خو غني ‌بیا پر خپل ځای تېره ورځ یوځل بیا ټینګار وکړ چې نوره د ټاکنو خبره ختمه ده او د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو وخت رارسېدلی ی .

ولسمشر تېره ورځ یوه ویډیو يي پیغام کې یوځل بیا ټینګار وکړ چې د ټول شموله حکومت اړتیا ده .‌

دافغانستان د ټاکنو لانجه که څه هم ډېره اوږده شوه خو اوس ورو – ورو داسي ښ:اري‌چې دواړه سیاسي ‌مشران پر دې پښېمانه دی چې ولي ‌یې د ټاکنو پایلي‌ اعلان کړې او ولي‌ دې حالت ته سره راووتل .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance