The news is by your side.

ایا ټرمپ‌ رښتیا کرونا وایرس نیولی ؟

خبریال ویب پاڼه / د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپاو د هغه مرستیال مایک پینس  سره تر لیدلو وروسته د برازیل د جمهور ریس د اړیکو مشر فیبیووجنګارټن د کرونا په ناروغياخته بلل شوی دی .

فیبیووجنګارټن د یوه لوړرتبه برازیليپلاوي په ملتیا د امریکا په فلوریډا ایالت کې د ډونالډټرمپد مارالاګو په میلمستون کې له ښاغليټرمپ سره لیدلي دي .

نیویارک ټایمز خبر ورکړ چې فیبیووجنګارټن چې کله خپل هیواد ته ستون شو؛ تبه وربانديراغله او له پوزيیې اوبه روانيشوې . کله چې فیبیووجنګارټن د کرونا ټیسټوکړ نو د هغه ناروغيمثبته راووته . نوموړی له برازیلین پلاويسره د تېريشنبې په شپه د ولسمشر ټرمپ میلمه وو.

فیبیووجنګارټن خو په دغه وایرس ککړ شوی ، خو د هغه نور پاتې هیئت ټیسټونه لا تر اوسه نه ديشوي‌.

فیبیووجنګارټن او برازیلین پلاويته د ټرمپل ه لوريپه جوړه شوې مېلمستیا کې د ښاغليټرمپلور ایونکا ټرمپ د نوموړيزوم جراډکشنر هم شامل وو.‌

اوس پوښتنه داده چې ایا ټرمپهم په دغه وبايي وایرس اخته شوی ؟

تر اوسه لا دا پوښتنه هم پر ځای پاتې ده چې ولسمشر ټرمپ په دغه ناروغياخته شوی او که ورغليمېلمه له ځان سره دا ناروغي د امریکا د ولسمشر ټرمپ تر درباره وروسوله .

د ولسمشر ټرمپ په تړاو لا تر اوسه څه نه ديویل شوي ؛ خو تر دې وړانديښاغلي ټرمپویليوو چې د کرونا وایرس سره ډېر محتاطدی .‌

دوې اونۍ وړاندي‌ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي وو، چې د کرونا له ویري دوې اوونۍ ووتې خو په خپل مخ او ځان یې لاس نه دی وهلی .

د پولټیکو مجلې د راپور له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې د خپلې کابینې هغې غونډې ته وکړې چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د تدابیرو نیولو پر موخه رابلل شوې وه.

ویل کیږي کله چې روغتیایي چارواکو د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د لاس وینځلو په ارزښت خبرې وکړې، نو په دې وخت کې ټرمپ د روغتیاپالانو یاده خبره پرې کړه او وې ویل، چې د کرونا ویروس له ویري ډیر وخت کېږي خپل بدن نه دی لمس کړی.

که چېرته ولسمشر ټرمپ رښتیا په کرونا وایرس اخته شوی وي ؛ نو دا به د کرونا وایرس تر ټولو لویه پېښه وي‌چې د نړۍ تر ټولو ځواکمن ولسمشر نیسي‌.

کرونا اوس د نړۍ تر ټولو لویه وبا بلل کېږي‌او سخته غوغا یې جوړه کړې ده .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance