The news is by your side.

سلیمان لایق خپل روح رب ته وسپاره

خبریال وېبپاڼه دافغانستان د ادب د ډګر ځلاند ستوری او د انقلابي شعرونو شاعر استاد سلیمان لایق په جرمني ‌کې روح حق ته وسپاره.‌

د پکتيکا ولايت د ښرنې ښارګوټي په ايمنې خېلو کلي کې زېږېدلې لايق په ۱۳۱۹ لمريز کال کې چې عمر يې د ښوونځي د شمول تر نورمه اوښتی و، د حبيبيې لېسې دوهم ټولګي ته ومنل شو .

له همدې ټولګي څخه د زده کړې تر پايه د يوه ممتاز او بې سياله زده کوونکي په ډول پرمخ لاړ. له بده مرغهده دحبيبيې لېسه د کورنيو ستونځو له کبله په پينځم ټولګي کې پرېښوده او دوه کاله وروسته يې د لمړنۍ دورې د دوو قضاکړيو ټولګيو آزموينه تېره کړه او به ۱۳۲۶ کې د پغمان د شرعيه علومو په مدرسه کې شامل شو. هلته يې هم ډېر ژر نوم پېدا کړ او د مدرسې په زده کوونکو کې ممتازه څېره شو.

په ۱۳۳۱ لمريز کې چې لايق د مدرسې وروستنی ټولګی پای ته رساوه، د مدرسې زده کوونکو د ادارې د ځينو زياتيو په وجه د لايق په مشرتابه په اعتصاب او مارشونو لاس پورې کړ. په دې پايله کې لايق د خپلو ټولو تحصيلي، اخلاقي او دسپليني ښېګڼو سره سره په وحشيانه توګه مجازات شو او د وهلو ټکولو او تحقير نه ور پورته د څو نورو زده کوونکو سره يوځای له مدرسې اخراج او د کابل له ښار څخه په شړنه محکوم شو. خو د لايق پلار چې يو پخوانی د استعمار ضد جنګيالی ؤ، د لايق او دده د ملګرو ملاتړ ته ېې راودانګل او د پوهنې وزارت يې دې ته قانع کړ چې اخراج شوي طلاب بېرته مدرسه کې ومني.

سلیمان لایق د دري او پښتو لایق شاعر او لویه هستي وه ، نومړړی په کابل کې په یوه برید کې تېر کال ټپي شوی وو؛‌خو وروسته یې درملنه لمړی په کابل او وروسته په جرمني کې کېدله چې نن یې له اوږدې ناروغۍ ساه ورکړه

ښاغلې لایق په کمونسټي پیر کې د افغانستان په سياسي چارو کې د اقوام او قبايلو د چارو وزیر ؤ.دده چابي اثار

چونغرشعري جونګچاپکال ۱۳۴۱، ۱۳۶۱ ز. کال

کيږدۍشعري جونګچاپکال ١٣٥٤، ١٣٦٠ ز. کال

يادونه او درمندونهشعري جونګ چاپکال ١٣٥٧ ز. کال

بادبانشعري جونګ (دري) ١٣٥٨

قصې او افسانېشعري جونګ (پښتو) ١٣٦٠

د اباسين سپېدې – (پښتو) ١٣٦٢

شپيلۍ (پښتو) ١٣٦٢

د پښتو لنډيو يو تحليلي رساله – (پښتو) ١٣٦٢

سمت روشن جاده هاشعري جونګ (دري) ١٣٦٣

ساحلشعري جونګ (پښتو) ١٣٦٣

سپرغکېشعري جونګ (پښتو) ١٣٨٣

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.