The news is by your side.

طالبان او غني‌ ولي ‌د پاکستان په وړاندي‌ سرټیټی دي؟

خبریال وېبپاڼه – د افغانستان پر اوسني ‌حکومت تر بل هر وخت  دا تورونه زیات شوي‌ دي ‌چې دریځ یې د پاکستان په وړاندي‌ سرتیټی او کله هم په هسکه غاړه د پاکستان دیو ناوړه کار په وړاندي‌دریځ نه شي‌ ښودلای.

اشرف غني ‌چې دافغانستان د ولسمشرۍ پر څوکۍ ناست دی لا هم پر ډیورنډ کرښه د پاکستان له لوري‌ د اغزن تار د غځولو په تړاو پټه خوله دی او یوه ورځ یې هم ونه ویل چې دا کرښه یو نا منل شوی سر حد دی او باید دې کرښې ته د سرحد په سترګه ونه کتل شي‌.

د اشرف غني د واکمني ‌پر مهال دښمن هیواد پاکستان بیا بیا افغان خاوره په توپونو وویشته او پر افغانستان یې خونړي‌ بریدونه وکړل؛ خو یوه ورځ‌هم اشرف غني دا ونه ویل چې دا ناروا بریدونه دي‌او یا دي‌افغان ځواکونه بلمثله عمل وکړي .

پاکستاني‌ پوځیان بیا بیا د ډیورنډ تر کرښه را واوښتل او د افغانستان په منل شوي موقعیت کې امنیتي پوستې جوړي‌کړې او په ځینو برخو کې خو په کیلومټرونو افغان خاورې ته را دننه شول ؛ بیا هم اشرف غني ‌پټه خوله پاتې شو.‌

د غزني‌ په جګړه کې پاکستاني پوځیان ونیول شول او د کورنیو چارو وزارت غني‌ ته خبر ورکړ؛ غني‌ د غزني‌امنیه قوماندان مجازات کړ او هغه یې پر کور کښېناوه.‌

افغان امنیتي ‌ساتونکو بیا بیا په جګړو کې پاکستاني ترهه ګر او آن تر دې چې پآکستاني پوځیان ونیول؛ بیا هم غني ‌پټه خوله پاتې شو او دا یې ونه ویل چې دا ترهه ر مه را لیږئ‌.

اشرف غني ‌په خورا ماحرانه ډول د پآکستان هر مخالف له افغان حکومت نه وشاړه او پر دې خبره لا هم ګونګی دی چې وسله وال طالبان په پاکستان کې دي‌.

آخر اشرف غني ته څه ورپېښه ده ؟‌

دوه خبرې دي ! لمړۍ دا چې غني ‌پاکستان ته سخت بلک میل دی لکه جهادي‌رهبران؛ پاکستان د غني په وړاندي ‌داسي څه په لاس کې لري چې غني سر نشي ترې پورته کولای .

یا دا چې غني ته ویل شوي دي‌چې پاکستان به هرڅه کوي ته به خاموش یې او هم دا سلسله به ستا واکمني غځوي .

نو که هر علت وي خو وي به لیکن د غني‌دا چوپتیا او سرټیټوالی دافغانانو په تاریخ کې پاتېږي چې د شرم وړ دی؛ نن چې غني‌د لوی اختر وینا کوله او د کندهار خونړۍ پېښه یې په مکمل ډول له پامه وغورځوله په ولس کې د غني خلاف د نفرت کچه لا نوره زیاته شوه .

ولس ته اشرف غني ‌اوس پردی برېښي؛‌ځکه نوموړي‌د پاکستان د وحشیانه برید په تړاو د ولس د ملاتړ په خاطر هم ددې نجسه (دښمن) پاکستان په خلاف یو ټکی ونه وایه ؛ نو موږ نور غني‌ته سرټیټه ولسمشر وایو.

طالبان او د کندهار د سپین بودلدک پېښه !

پر بره ټولو ذکر شویو کړنو باندي‌طالبان هم همېشه پټه خوله پاتې شوي دي‌؛ طالبان د پاکستان غلامان ځکه بلل کیږي چې نه یې د اغزن تار په تړاو خپل دریځ روښانه کړ او نه یې د پاکستان د یوه برید په تړاو څه وویل. طالبان پاکستان خپل کور ګڼي‌ اولادونه او کورنۍ یې هلته ژوند کوي؛ خو په زمیر ژوندي طالبان په پټه له دښمن هیواد پاکستان څخه نفرت کوي‌اما په ښکاره څه نه وايي؛ خو اکثره طالب مشران چې پّ پآکستان کې جایدادونه لري یا په یوه نه یوه ډول پاکستان ته بلک میل دي د پاکستان د یوه ظلم خلاف اواز نشي اوچتولای .

تېره ورځ چې پاکستانۍ ملېشو د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته بریدونه وکړل او تر (۲۰۰) زیاتو بې وزله افغانانو ته یې مرګ ژوبله واړوله او بیا هم طالب پټه خوله پاتې شو؛ نو دا یې ثابته کړه چې افغانستان د طالبانو هیواد نه دی او که یې واکمني‌ته راځي‌ (په زور یا رضا) دا واکمني ‌به د اوسنۍ واکمنۍ سره چندان توپیر ونه لري؛ طالبان او غني‌دواړه د پاکستان او امریکا پر کاسو څرېږي‌پر هیواد او هیواد والو یې فرق نشته .

ډیورنډ‌:‌تر ۲۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
له کندهاره (۱۰۵) ټانګونه نور تازه دمه د بولدک پرلور
بدخبر! بولدک په اور کې روغتونونه له ټپیانو ډګ شول
نن چمن پاکستان ولړزاوه؛ د وزیر داخله بېړنی کانفرانس
ډیورڼډ جګړه : تلفات (۸۲) ته لوړ شول
ډیورنډ ! د افغان وګړو او پاکستاني ملېشو جګړه روانه ده
ډیورنډ! د افغان پوځ په تازه برید کې پاکستان خپل تلفات ومنل
تازه دمه افغان ځواک ‌سپین ولدک ته ورسېدل جګړه روانه ده!

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance