The news is by your side.

له کندهاره (۱۰۵) ټانګونه نور تازه دمه د بولدک پرلور

خبریال وېبپاڼه – د افغانستان د پولیسو د ځانګړې قطعې(شهید رازق قطعه) ۴۴ پوځي ټانګونه او د افغانستان ددفاع وزارت (۶۰) پوځي ‌ګاډي ‌او ټانګونه له کندهاره د سپین بولدک ولسوالي پر لور وخوځېدل .

افغان امنیتي ځواکونو ته اوس د بلمثله بریدونو امر ورکړل شوی دی؛ تر دم ګړیه هلته موجود افغان ځواکونه درندې وسلې نه لري‌او یوازي په سپکو وسلو له دښمن هیواد سره په جګړه بوخت دي .‌

درانده تلفات اوښتي‌ دي‌ جې شمیر یې ډېر زیات دي .

د کندهار د پولیسو د ځانګړو ځواکونو قطعه چې ډېره مجهزه او درندې وسلې لري د سپین بولدک د عملیاتو لپاره موثره قطعه بلل کېږي‌چې سرتېري یې په ارزي بلد او خبر دي‌.

د کندهار امنیتي چارواکي ‌وايي‌ چې پاکستان په لوی لاس ملکي وګړي‌په نښه کوي .
د کندهار والي‌حیات الله حیات په کندهار کې د ټپیانو پوښتنې ته ورغلی او ویلي یې دي‌چې تر اوسه کندهار ته (۵۰) ټپیان رسېدلي‌ دي .   

بدخبر! بولدک په اور کې روغتونونه له ټپیانو ډګ شول

خبریال وېبپاڼه – د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې ډېر درانده تلفات اوښتي دي؛ ځايي‌چارواکو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې تر دم ګړیه (۱۶) شهیدان او (۷۹) ټپیان د سپین بولدک او کندهار روغتونونو ته انتقال شوي دي .

د دښمن هیواد پاکستان پوځیان په پرله پسې ډول څلور سیمي په توپونو ولي چې لقمان کلی، جانګیر، زوړ کلی او بازار یې هدفونه دي .‌

په سپین بولدک ولسوالي ‌بازار کې تاسیساتو اور اخیستی او ګڼ موټرونه او دولتي او نا دولتي ‌تاسیسات سوځل شوي ‌دي‌.

سخته جګړه روانه ده او د تلفاتو شمېر مخ په زیاتېدو دی .

افغان سرتېري‌درندې وسلې نه لري ، خو پاکستانی پوځ په لویو توپونو د ولسي‌خلکو کورونه او کلي‌ولي .

اکثره کلیوال دښتو ته وتلي دي، امنیتي‌ساتونکي ‌په جګړه بوخت دي‌ او مرستندویه ځواک ډېر کم دی .

د نورځواک د ورلېږلو غوښتنه شوې ده.‌

خبریال وېب پاڼه – د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګ سبا د صوبايي‌ اسمبلۍ بېړنۍ غونډه رابللې ده؛ نوموړي ‌په وارخطايي سره هڅه کوله چې حالات کنټرول کړي او بیا بیا یې د چمن وګړي‌ خپل وروڼه بلل.‌

په کوټه کې د خبریال وېبپاڼې همکار وايي چې د کورنیو چارو د وزیر لانګو رنګ الوتی وو او داسي ښکارېده لکه جمن ښارګوټی چې آزاد شوی وی .

ښاغلي‌لانګو ومنل چې د قرنطین دفاتر سوځول شوي دي او هلته خلک غوسه دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر دا رد کړل چې پر ولسي وګړو دې ددوی ځواکونو برید کړی وي بلکه د هغه په خبره چې ولسي خلک ځینو «اشرارو» ویشتلي‌دي .

نوموړی پر دا خبره چورلټ پښیمانه شو چې پاکستاني پوځ ډزي‌ کړې دي‌؛ خو دا خبره یې وکړه چې دافغانستان ځواکونو ته به ځواب وايي.

د چمن پرلت چې غږ یې له تېري یوې میاشتې چا وانه ورېدو اوس پاکستان لړزولی دی؛ وزیر داخله لانګو وايي چې د بارډر کمېټې غړي او د مرکزي‌حکومت استازي یې سبا د صوبايي‌اسمبلۍ اجلاس ته رابللي‌دي .

بل پلو لا هم د افغان او پآکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده؛ او ها خوا د چمن غیرت مند ولس د احتجاج په ډول پر څړکونو د موټرو ټایرونو ته اور ورته کړی او ټوله ښار یې تړلی دی .

پاکستان چې همېشه د چمن له سرکښه ولسه په وېره کې وي دا ځل دا ورته روښانه شوه چې د چمن اوسېدونکي‌هرڅه کولای شي .    

کندهار روغتون ته د بولدک ټپیان ورسېدل !

خبریال وېبپاڼه – دا هغه عام ولسي‌وګړي‌دي ‌چې پاکستاني پوځ د شا له خوا په سپین بولدک ولسوالي کې په ګولیو وویشتل .

افغان امنیتي‌ځواکونو ټپیان کندهار ته انتقال کړي دي‌.

په ټپیانو کې ښځې؛ ماشومان او سپین .ېري‌زیات دي؛ پردوی باندي ‌پاکستاني ملېشو هغه مهال پرله پسې ډزي ‌وکړې چې د چمن غیرتمندو پښتنو په زوره د د سپین بولد او چمن ترمنځ دروازه ونړوله او پاکستاني تاسیساتو ته یې اور ورته کړ.
امنیتي چارواکي ‌وايي ‌چې افغان امنیتي ساتونکو د هغو ډزو ځواب ورکړ چې تر ډیورنډ کرښه دا خوا پر بې وسلو مسافرو افغانانو کېدې‌.‌

د کند هار امنیه قوماندان تادین خان نورو ساتونکو ته هم د «تیارشئ» امر ورکړی او ویلي یې دي چې د خپلې خاورې د لویشت لوېښت او هر افغان وګړي به دفاع کوي .

افغان پوځ د دفاع وزارت امرته منتظر دی خو ددفاع وزاریر اسدالله خالد په رخصتي تللی او پوځ نه بلکه سرحدي ساتونکي‌له خپلې خاورې دفاع کوي‌.

د کندهار امنیه قوماندان د روغتون له ډاګترانو غوښتي چې بې توپیره د هر ناروغ عاجله او بېړنۍ درملنه وکړي .    

تازه دمه افغان ځواک ‌سپین ولدک ته ورسېدل جګړه روانه ده!
خبریال وېبپاڼه – له کندهاره دافغان سرحدي ساتونکو تازه دمه ځوانان سپین بولدک ته ورسېدل او شد یده جګړه روانه ده.

خبریال وېیبپاڼې ته د کندهار امنیتي‌سرچینو وویل چې په لمړۍ جوپه کې (۱۵۰) سرتېري‌چې په سپکو او درنو وسلو سابمال دي سپین بولدک ته رسېدلي‌دي‌؛ خو د نورو سرتېرو لپاره ارګ اجازت نه ورکوي‌چې هلته لاړشي .

د سیمي‌ اوسېدونکي‌وايي‌ چې پر ډیورنډ کرښه د شهید کلي څخه خلک وزي‌ او د په کلي‌کې هم د پاکستاني پ،ځ ګولۍ لګیدلې دي‌.

پاکستانی پوځ او افغان ځواکونه لا هم یو پر بل په پرله پسې ډول ډزې کوي‌ خو تر اوسه دافغان پوځ لورته کوم تلفات نه دي‌اوښتي‌.   

بولدک: پر پاکستاني پوځ د افغان ځواکونو مرګونی برید !

خبریال وېب پاڼه – افغان امنیتي ځواکونو هغه پاکستاني پوځیان هلاک کړل چې پر ډیورنډ کرښه یې سپین بولدک ولسوالي‌ته پر اوښتو مسافرو د شا له خوا ډزي‌کولې .‌

یو شمېر مسافر پاکستاني پوځیانو د شا له خوا ویشتي دي ، خو ډېری نور بیا دافغان ځواکونو له لوري‌بچ کړل شو دي .

په سپین بولدک ولسوالي کې یوې امنیتي سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د دښمن هیواد (پاکستان) عسکرو پر هغو بېګناه مسافرو د شاله خوا ډزي ‌کولې چې تر ډیورنډ کرښه د سپین بولدک ولسوالي‌ته اوښتي ‌وو.

سرچینه وايي چې د افغان امنیتي‌ځواکونو له برید سره سم یوشمیر پاکستاني پوځیان په ګولیو ولګیدل چې نور یې مرستې ته راغلل او خپل هلاک شوي‌او ټپي پوځیان یې انتقال کړل .

افغان ځواکونو وروسته له هغه پر پاکستاني ملېشو بریدونه کړي چې هغوی په سپین بولدک ولسوالي‌کې دننه پر عامو خلکو د توپکو خولې را خلاصې کړې .

ډیورڼډ: تلفات (۸۲) ته لوړ شول

خبریال وېبپاڼه: پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ملېشو او افغان ځوانانو ترمنځ سخته جګړه لا هم روانه ده؛ خبریال وېبپاڼې ته رارسېدلي‌ راپورونه ښيي چې (۲) مېرمنې (۲) ماشومان او درې(۳) نارینه تر دم ګړیه شهیدان شوي ‌دي ‌او(۷۵) نور ټپیان دي‌.

په سیمه کې د خبریال ډاټ کام همکار وايي چې پنجابي ملېشو ته هم درانه تلفات او ښتي او د هلاک شویو پوځیانو مړي یې لیدلي دي .

جګړه وروسته له هغه پښتنو ځوانانو پیل کړه چې پاکستاني پوځیانو پر یوه افغان مېرمنه ډزي‌وکړې او ټپي یې کړه .

غصه ناک افغان ځوانان په خالي‌لاسونو پر پاکستاني پوځ ورغلل او د هغوی تاسیساتو ته یې اور ورته کړو.

د لويي‌ګیټ په خوا کې دروازه یې ماته کړه او (لراوبر) یې سره یو کړل .

پاکستاني پوځیانو په ډېره بېرحمانه ډول پر افغان ځوانانو ګولۍ وچلوې چې تر (۸۰) زیات سپین .ېري ، ځوانا ، ښځې او ماشومان یې وویشتل .

ناوخته ماښام د افغانستان زړورو سرحدي پولیسو د خپل ولس په ملاتړ پر پاکستاني ملېشو د خپلو توپکو خولې ورخلاصې کړې او ګڼ پآکستاني پوځیان هلاک شول .‌

دواړه لوري‌ی پر بل ډزي کوي .‌
جګړه روانه ده نور معلومات به ورسته درسره شریک کړو .

بدخبر! بولدک په اور کې روغتونونه له ټپیانو ډګ شول
نن چمن پاکستان ولړزاوه؛ د وزیر داخله بېړنی کانفرانس
ډیورڼډ جګړه : تلفات (۸۲) ته لوړ شول
ډیورنډ ! د افغان وګړو او پاکستاني ملېشو جګړه روانه ده
ډیورنډ! د افغان پوځ په تازه برید کې پاکستان خپل تلفات ومنل
تازه دمه افغان ځواک ‌سپین ولدک ته ورسېدل جګړه روانه ده!
   

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.