The news is by your side.

د ټاکنو کمېسیون قراردادي کارکوونکي له دندو ګوښه شوي

خبریال وېب پاڼه/ د ټاکنو خپلواک کمیسیون ځینې قراردادي کارکوونکي ادعا لري چې په غیرې قانوني توګه له کار څخه لرې شوي دي.

دوی د خبرو پر بنسټ د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر تابه یو بل سره د جوړ جاړې له لارې ٣ سوه ٥٠ تنه قراردادي کارکوونکي له دې بنسټ څخه په غیرې قانوني توګه لرې کړي دي او خپلوان یې په دې ځایونو کې ګمارلي دي، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون بیا دا ادعاوې ردوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ځینې قرار دادي کارکوونکي چې نه غوړاي نوم یې واخیستل شي ادعا لري چې په غیرې قانوني توګه له دندو څخه لرې شوي دي.

دوی وايي چې کمیشنران او د ټاکنو خپلواک کمیسیون منشي او د دې بنسټ مشرې له یو بل سره د همغږۍ په بنسټ ٣٥٠ تنه قرار دادي کارکوونکي په غیرې قانوني توګه له دندو څخه لرې کړي او خپل خپلوان یې د دوی پر ځای په دندو باندې ګمارلي دي.

بل خوا بیا دا کارکوونکي ادعا لري چې د ولسمشر فرمان کاپي په لاس کې لري چې په هغه کې امر شوی چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون قرار دادي کارکوونکي چې له وړاندې څخه په کار باندې بوخت دي باید تمدید کړل شي خو د ټاکنو کمېسیون بیا د دې خلاف دوی له دندو څخه لرې کړي دي او خپلوان یې په دې ځایونو کې ګمارلي دي.

د ټاکنو کمېسیون دا کار بیا له ډېرو نیوکو سره مل شوی دیخو د ټاکنو خپلواک کمیسیون بیا دا نه مني.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون شاید د افغانستان یو له جنجالي بنسټونو څخه ووسي چې هر کله له ناندریو او ستونزو سره مخ وي.

په تېرو دوه پارلماني او د ولسمشرۍ ټاکنو کې دا بنسټ مشرتابه په کمزوري مدیریت او قانون ماتونې باندې تورن شوی دی.

د پارلماني ټاکنو وروسته بیا د دې بنسټ د مشرتابه غړي ممنوع الخروج اعلان شول او د رشوت او بډو اخیستنو په تور لویې څارنوالۍ ته ور وپېژندل شول، د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو په خوښه له حزبونو غړي معرفي شول، چې له ډېرو جنجالونو وروسته د ټاکنو دواړو بنسټونو ته ښځینه رییسانې ور معرفي شوې، خو د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې له دې غړو او مشرانو هم ځای ځای شکایتونه کېدل او د پایلو په اعلان سره هر نوماند د ټاکنو کمېسیونونه په نا سم مدیریت تورن کړل.

اوس مهال د دې بنسټ کارکوونکي ادعا کوي چې غیر قانوني له دندو ګوښه شوي، ځینې په دې باور دي چې د قانون خلاف د کارکوونکو لېرې کېدل یا ځای په ځای کول د هېواد ټاکنو مهندسي کېدو له پاره کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.