د حساب ورځ ! ملالۍ شینوارې
دا موټرې، دا باغونه، دا قصرونه
دا پر وینو اباد شوي تعمیرونه
دا به وسپړي یوه ورځ د خلکو مخ کې
د چا غلا د چا تېری د چا ظلمونه
خبریال وېبپاڼه – دا شعر زموږ د څلورم ټولګي په کتاب کې وو. کله به چې ما دا ولوست د حساب ورځ به مې ذهن کې جوړه شوه. کلونه ورسته مې د دې نظم ویونکی سلېمان لایق د ارګ په یوه مجلس کې ولید. ځان مې ور وپېژاند او په خبرو خبرو کې مې ترې وپوښتل چې استاده ستا خپل دا شعر په یاد دی؟ ويې ویل؛ هو. ما ورته کړل زه د همداسې ورځې په ارمان یم کلونه تېر شول چا له چا سره حساب ونکړ. چا په وینو اباد شوي تعمیرونه نه یوازې ونه سپړل بلکې لا هم لګیا دي د خلکو پر وینو بيلډينګونه جوړېږي. مسکی شو؛ ويې ویل ملالۍ جانې دا کیسه به دوام لري ظالمان او فرعونان به زېږي او د خلکو له وینې به تغذیه کېږي خو وخت له ظالمانو سره حساب کړی او لا به یې کوي.
له سليمان لایق سره مې پېژندګلوي هغه وخت لا زیاته شوه چې د یوه تلویزیون د جوړولو هوډ مو درلود. لایق صاحب هنري ذهن او زړه درلود. چې کله به یې د خپلې مېرمنې په اړه کیسه کوله داسې به برېښېده لکه نوی چې پرې مین شوی وي. راته ویل یې انسانان د ژوند په ورستیو کلونو کې په دې ښه پوهېدلی شي چې کومه اړیکه پر رېښتینې مینې ولاړه ده.
ویل يې مېرمنې مې زه له ټولو نیمګړتیاو سره وزغملم خو اخر کې بې وفا شوه او له ما وړاندې ولاړه. لایق صاحب لکه غر داسې سړی وو خو پښتو کې متل دی چې؛ مېړونه غرونه، ښځې اړمونه ما ته همداسې برېښېده لایق صاخب بې تکیه شوی وو بې اړمه غر ته ورته وو. ځان کې ستړی وو. وجود یې نیمګړی وو. پر مرګ یې خپه شوم هغه د هېواد ژوندی تاریخ وو. بلها کیسې په زړه وې. چا ورته د زړه پر غوږونو غوږ کښېنښود. موږ لا د مفکورو په بې ځایه غندلو او ستایلو بوخت یوو. خبر نه یوو چې په همدې بې ځایه قضاوتو نو کې لویې لویې هستۍ له لاسه ورکوو او کله چې نه وي بیا د لاس مروړل پسې بې ګټې کار دی. الله دې د سلیمان لایق روح ښاد لري.
لیکواله: ملالۍ شینوارې
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.