The news is by your side.

ننګرهارکې (۲۰) ماشومانو ته مرګ ژوبه واوښته

خبریال وېبپاڼه – د افغانستان په ننګرهار ولایت کې یوه ښځه او (۱۵) ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی؛‌(۵) ماشومان ټپیان او یو ورک دی .

دا پېښه د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ په قلعتک سیمه کې هغه مهال وشوه چې ناببره سیلابونه د خاورو پر خټینو کورونو وروختل .‌

په ننګرهار کې د خبریال وېبپاڼې همکاران وايي چې سیلابونه دومره ځواکمن بلل شوي‌ چې ښايي تلفات نور هم زیات وي .

دم ګړی لا هم سیمي ته حکومتي مرسته نه ده رسېدلې خو خلکو د سیمي د نورو اوسېدونکو مرستې ته وردانګلي دي .

د ننګرهار ځایي چارواکو د پېښي پخلی کړی او ویلي یې دي چې هلته ۲۰ کسانو ته تلفات اوښتي دي‌.

ځايي‌اوسېدونکو له مرکزي‌حکومت نه د عاجلې مرستې غوښټنه کړې او وايي‌ چې د پېښې د قربانیانو سره عاجلې مرستي‌ته اړتیا ده .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.